تاند، جمعه، د عقرب ۱۰مه: د عامې روغتیا وزارت وايي، په سږني ۲۰۱۹ کال کې د ټول هېواد په کچه ۱۰ زره د سرطان پېښې ثبت شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت د سرطان د کنټرول مرکز مشر میهن عبدالله د سرطان پر ضد د کمپاین لپاره د وقف شوې اکتوبر میاشتې له پای ته رسېدو سره سم نن سهار تاند ته وویل، سږ کال تر دې دمه پورې یوازې په جمهوریت روغتون او د سرطان پر ضد د مبارزې مرکز کې ۱۰ زره د سرطان پېښې ثبت شوې دي چې ۲۵۰۰ یې د سینې د سرطان اړوند پېښې دي.
ښاغلی عبدالله وايي، د سرطان پېښې تر ډېره په کابل، پروان، بغلان، میدان وردګو کې پېښې شوې دي: (( زموږ د حساب له مخې تر ۲۰۱۸کال پورې په افغانستان کې نږدې ۴۰ زره کسان په سرطان اخته وو.
ښاغلی عبدالله وايي، وزارت یې سږ کال د اکتوبر میاشت د سرطان پر ضد د مبارزې میاشت نومولې وه او په دغه میاشت کې یې ترسره کړي کمپاین خلکو ته د دغې مرګونې ناروغۍ په اړه پوره پوهاوی ورکړی دی.
نوموړی همدا راز وايي، د سینو سرطان په افغانستان کې د ښځو د مړینې دویم ستر لامل دی.