تاند، جمعه، د عقرب ۱۰مه: د برښنا شرکت اعلان وکړ چې په جنوبي سالنګ کې د برېښنا نړول شوې ستنې یې بیرته درولي او د کابل په شمول د ۱۱ ولایتونو برښنا لاین یې بېرته وصل کړی دی.
برښنا شرکت نن د جمعې په سهار تاند ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ویلي، تخنیکي ټیمونو یې نه یوازې د جنوبي سالنګ د برښنا لاین تړلی بلکې نن یې د پلخمري- چمتلې د ۲۲۰ کېلو ولټه وراداتي برېښنا دوه سرکټونه ترمیم کړي دي.
وسله والو په جنوبي سالنګ، تنګي آجان کې د برېښنا ستن د میزان په ۱۶مه په ماینونو الوځولې وه چې له کبله یې پر کابل او ۱۰ نورو ولایتونو برېښنا پرې شوې وه.
برېښنا شرکت هغه مهال په مؤقت ډول د بریښنا لاینونه وتړل، خو له دریو ورځو راهیسې یې بیا پر کابل بریښنا قطع کړې وه تر څو په اساسي ډول دغه ستن بېرته ودرول شي.