تاند، جمعه، د عقرب ۱۰مه: د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي، د دې ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې ماین چاودنې ۶ ملکیان ژوبل کړي دي.
د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند مبارز اتل تاند ته وايي، پېښه نن ماسپښین د خوږیاڼو ولسوالۍ بازار په یو دوکان کې شوې ده.
ښاغلی اتل وايي، پېښه د شخصي دښمنۍ له امله شوې او داعش یا طالبان په کې لاس نه لري، خو په دې تړاو به یې پلټنې دوام وکړي: (( ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي او وضعیت یې ښه دی.))
ننګرهار یو ناامنه ولایت دی چې د داعش او طالبانو لخوا په کې وخت ناوخت چاودنې او بریدونه ترسره کېږي.
زوی به یې مسلمان وژلی وي، مځکه به ترې مسلمان لاندې کړې وي، د کورنۍ نفقه به یې د دین ګټونکي ځناور طالیب عشر شوی وي، د مریضې مور خور ښځې لور دوا پیسې په ترې مسلمان قران قسمي قاضي ترې لوټلې وي د شهید سرتیري زوی کوڼډې یتیمانو پیسې به ورسره مسلمان قران قسمي جنرال نیمایي کړې وي او… خو چې مازدیګر جومات کې په لمانځه ودریګي په اوله سوره کې به په کوفارو تولانت وایي آخرکې به ملا ورته مخ وګرځوي او لمونځ به کوفارو ته په ښیراوو ختم کړي او بیا به ټول ورته په جهر آمین وایي. د داسې خلکو ورځ ولې باید ښه شي؟