تاند، شنبه، عقرب ۱۱مه: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په نړۍ کې د ترهګرۍ په اړه په خپل تازه خپور شوي کلني رپوټ کې خبرداری ورکړی، چې افریقا تازه د ترهګرۍ ضد ډلو له جبهې سره یوځای شوې ده.
امریکا وایي، القاعده او ورسره تړلې نورې ډلې امریکا او د امریکا ټلوالې هېوادونو ته خطر دی چې، له خواله رسنیو په ګټه اخیستو یې خپل مالي ملاتړ او د جذب لړۍ په افغانستان، پاکستان، سوریه عربستان، مراکش او هند کې د فعالو غړو پر مټ روانه ساتلې ده.
دغه رپوټ چې تیره ورځ جمعه خپور شو، پکې له قومي او نژادي انګیزو سره تړاو لرونکې ډېرېدونکې ترهګرۍ ته اشاره شوې ده.
راپور کاږي چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې سپین او تورپوستي برتري غوښتونکي سازمانونه له جهادي ترهګرۍ زده کړه کوي او د مالي ملاتړ ډېرولو، پیسو لېږدولو او د ځواک جذبولو لپاره ګټه ترې اخلي.
په دې رپوټ کې په سوریه کې د داعش پرضد جګړې او د دوی تر واک لاندې د سیمو نیولو ته په اشاره ویل شوي، لاهم د “اسلامي دولت” ایډیالوژۍ خپرېدو خطر شته.
په دې تازه رپوټ کې ایران د ترهګرۍ تر ټولو ډېر ملاتړی هېواد بلل شوی او ویل شوي چې ایران هر کال په سیمه کې د ترهګرو ډلو او د هغوی په نیابت جنګېدونکو ډلو ته کابو یو میلیارد ډالر لګښت برابروي.
یاد رپوټ د ایران له ملاتړه برخمنه حزب الله ډله او د فلسطین د ازادۍ غورځنګ “حماس” ډلو ته اشاره کړې او ایران یې تورن کړی چې ددې ترڅنګ په اروپا کې هم خپلې ترهګریزې ورانکارۍ کړې دي.
دغه رپوټ او په ځینو هیوادونو کې یې د نفوذ یادونه په داسې حال کې کیږي چې څو ورځې وړاندي امریکا د داعش د مشر ابوبکر البغدادي د وژلو راپور خپور کړ.
دغه ناولی او بوی ناکه داعیشیان او پردی پال به په افغانستان کی هیڅکله حتی ډیر کم هم پرمخ لاړ نشی.
ایران که د یو میلیارد پرځای په سلهاوو میلیارده ورکړی او هم ورسره ملا خامینی، ملا حسن، د ملا خمیني او د سپاهی پاسدارانو ټولی لورګانی او نوه سیانی ورکړی نو انشاالله په پاک افغانستان کی به پرمخ لاړ نشی
داعیش په افغانستان کی ځای نلری ځکه افغانان داعیشېان د بد خنځیر څخه زر کرته بد او ناولی ګڼی