د کندهار ولایت مقام مخته یو شمېر کسان راټول شوي او د اعتراض په ډول يې هغه جسد راوړی، چې تېره شپه ځانګړو ځواکونو وژلی دی او ادعا کوي چې هغه قاتل یې وژلی چې د یوي ماشومي تر مخه یې د هغې پلار وژلی و.
د پښتون په نوم وژل شوی کس تېره شپه د محمود طرزي لیسې سره وژل شوی، چې د امنیتي ځواکونو په خبره د عملیاتو پر مهال يې مقاومت کاوه.
د کندهار د والي ویاند احمد بهير احمدي وايي، غلچکی بريدګر، چې دوه ورځې وړاندې يې د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې يو افغان سرتيری د خپلې لور مخته وژلی و، تېره شپه د افغان ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې د کندهار په نهمه ناحيه کې وژل شوی دی.
خو لاریون کوونکۍ وایي چې ، دغه کس د کندهار په مخابراتو ریاست کېد برېښنا او کېمرو د سیټنګ دنده درلوده.
د کندهار ولایت مقام مخته راټول شوی کسان وايي، چې ځانګړو ځواکونو دا کس بې ګناه وژلی