ملېشه

تاند (شنبه، د عفرب ۱۱) د امریکا نګریس ته په یوه راپور کې راغلي چې په افغانستان کې له جګړې د لاس اخیستو او په ټولنه کې د وسله والو جګړه مارو د بېرته یوځای کېدو هیڅ پروګرام د پام وړ نتیجه نه ده لرلې.

په دې راپور کې، چې د افغانستان د بیارغونې د ځانګړي سرمفتش دفتر (سیګار) روانه اوونۍ وړاندې کړی، همداراز ویل شوي چې د طالبانو د ځپلو پروګرامونو هم دا ډله دومره کمزورې کړې نه ده چې له جنګه لاس واخلي او پخلاینې ته حاضره شي.

د افغانستان د بیارغونې ځانګړي سرمفتش جان سوپکو ویلي«که کله هم په افغانستان کې دایمي او حقیقي سوله راځي، طالبان او نورې وسله والې ډلې باید خامخا د پخلاینې په پروسه کې شاملې وي.»

د سیګار په راپور کې، چې د جمعې په ورځ خپور شو، د افغانستان د سولې د پروسې د بیا احیاکېدو هڅو ته هم کتنه شوې ده.

په راپور کې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکا او طالبانو د سولې د خبرواترو یادونه هم شوې چې د سپټمبر په میاشت کې د ولسمشر ټرمپ په ټویټ لغوه شوې.

جان سوپکو وايي، د ۲۰۱۸ له اکتوبر څخه د امریکا او طالبانو استازو د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره د قطر په دوحه کې خبرې کوي خو د افغانستان حکومت پکې برخه نه لري ځکه چې طالبان په خبرو کې د افغانستان د حکومت د ګډون مخالفت کوي.

په راپور کې راغلي چې د دوحې په خبرو کې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو او له افغانستانه پر نورو هیوادونو د تروریستي بریدونو د نه کېدو پر شرایطو بحثونه شوي دي. سره له دې چې دا خبرې درېدلي خو دواړه خواوې لېواله دي چې بیا یې پیل کړي.

سیګار وايي، حتي که د افغانانو ترمنځ د خبرو په پایله کې روغه وشي، او حتي که په ټولنه کې د طالبانو د بېرته جذب پروګرام هم پیل شي، نورې ستونزې ممکن سر راپورته کړي؛ لکه دا چې ځینې طالبان ښايي ونه غواړي چې سوله ومني.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *