تاند، شنبه، د عقرب ۱۱مه: د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، په افغانستان کې د سولې د تامین لپاره اړتیا ده چې لومړی د تاوتریخوالی کچه راکمه شي.
په کابل کې د امریکا سفارت نن شنبه په یوه اعلامیه کې ویلي، چې خلیلزاد د اکتوبر له ۲۶مې تر ۲۸مې او د اکتوبر له ۲۹مې د نوامبر تر لومړۍ نېټې په کابل کې و چې په دغه موده کې یې له ولسمشر غني، اجرائیه رئیس عبدالله، افغان سیاستوالو او مدني فعالانو سره لیدنې کړې دی.
سفارت وضاحت ورکړی دی چې خلیلزاد د سولې اړوند د امریکا د وروستیو اقداماتو په تړاو په کابل کې مشورې کړې دي او افغان چارواکو ته یې وضاحتونه هم ورکړي دي او ویلي یې دي چې د سولې لپاره اړتیا ده لومړی تاوتریخوالی راکم کړای شي.
په اعلامیه کې همدا راز ټینګار شوی دی چې امریکا په افغانستان کې له سیاسي حل لارو د جګړې د پای غوښتونکې ده.
خلیلزاد د عقرب په څلورمه د روسیې، وچین، امریکا او پاکستان له غونډې وروسته کابل ته راغلی و، چې په اړه یې د افغان ولسمشر د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب وویل، نوموړی د امریکايي پوهنتون د دوه استادانو د راخوشې کولو په هکله سلا مشورو ته راغلی و او سوله یې د بحث ټکی نه و.
په هر صورت دا د سنبلې په ۱۶مه د سولې د خبرو اترو له لغوه کېدو وروسته د خلیلزاد لومړی سفر و چې کابل ته یې کړی و.