تاند، شنبه، د عقرب ۱۱مه: د ولسي جرګې مشر میررحمان رحماني د امنیتي سکټور مشران او وزیران لافوان بللي او زیاتوي چې امنیتي چارواکي ولس ته دروغ وايي.
ښاغلي رحماني دا خبرې وروسته له هغې کړې دي چې سیګار د افغان پوځ د تلفاتو د ډېرېدو په اړه اندېښنه وښودله خو دفاع وزارت رد کړه.
نوموړي نن د ولسي جرګې په غونډه کې پر امنیتي سکټور له نیوکې سره وویل، هره ورځ ولسي خلک وژل کېږي چې امنیتي مشران یې په خوندي کولو او امنیت نیولو کې ناکام راغلي دي.
میررحمان رحماني د ولسي جرګې دفاعي کمېسیون ته امر کړی چې امنیتي مشران عمومي مجلس ته وروغواړي: (( زموږ وزیران یوازې لافې وهي، دا لافوک وزیران راوغواړئ او د وضعیت په اړه څېړنه ترې وکړئ.))
دا په داسې حال کې ده چې د سیګار په تازه راپور کې ویل شوي په وروستیو دریو میاشتو کې د افغان ځواکونو تلفات ۵ سلنه لوړ شوي دي، خو دفاع وزارت دا راپور رد کړی او وايي، افغان ځواکونو نه یوازې خپل تلفات راکم کړي بلکې تهاجمي بریدونه یې هم زیات کړي دي.
په همدې حال کې لیدل کېږي چې د ولسي جرګې له لارې پر امنیتي سکټور فشارونه په دې وروستیو کې زیات شوي دي.
شنونکي وايي، شمال ټلواله چې ځان په امنیتي سکټور کې له مقامه لویدلی ویني، اوس هڅه کوي د امنیتي سکټورونو په بدنامۍ لاس پورې کړي او دا کار په ولسي جرګه کې د دغې تلوالې مدافع وکیلانو ته سپارل شوی دی.
د لومړی ځل نه دی چې میررحمان رحماني د دفاع وزیر ته لافوک خطاب کړی، بلکې تر دې وړاندې د ټلوالې اړوند ځینو وکیلانو د کورنیو چارو امنیتي معین د بچه فلم په نوم یاد کړی او ټینګار یې کړی و چې نوموړی باید له دندې ایسته کړای شي.