تاند، یکشنبه، د عقرب ۱۲مه: د بنګله دېش او مصر وسله والو ترهګرو ډلو د داعش ډلې له نوي مشر ابو ابراهیم الهاشمي القریشي څخه خپل بیعت اعلان کړ.
داعش ډلې څو ورځې وړاندې د ابوبکر بغدادي وژل کېدل تایید کړل او پر ځای یې ابو ابراهیم الهاشمي القریشي خپل مشر وټاکه.
اوس رویټرز اژانس د ټولنیزو شبکو په استناد یوه ویډیو خپره کړې چې په کې لیدل کېږي بنګله دېشي وسله وال له تور بیرغ او نظامي کالیو سره ولاړ دي او ابو ابراهیم الهاشمي القریشي څخه خپل بیعت اعلانوي او هغه خپل مشر یادوي.
همدا راز یو شمېر نورو خپرو شویو انځورونو کې راغلي چې د مصر د سینا د دښتې داعشیان هم ابو هاشم الهاشمي د خپل نوي رهبر په توګه مني.
دا به داسې حال کې ده چې امریکا د عقرب په ۴مه نېټه د داعش ډلې مشر ابوبکر بغدادي پسې د سوریې په شمال کې عملیات وکړل او نوموړي امریکایان ته په لاس له ورتلو وړاندې ځانمرګي واسکټ ته چاودنه ورکړه او له منځه ولاړ.