تاند، یکشنبه، د عقرب ۱۲مه: د کام ایر هوايي خصوصي شرکت د کویټ او کابل تر منځ مستقیم پروازونه پیل کړل.

د کویټ ټایمز ورځپاڼه وايي، د دغو پروازونو پرانیسته په کویټ کې د افغان سفیر سید جواد هاشمي لخوا وشوه چې په وینا یې دا کار به د دواړو ملتونو ترمنځ اړیکې لا نږدې کړي.

  بلخوا د افغانستان د هوايي چلن ادارې هم په یوه بیانیه کې ویلي چې د کابل او کویټ تر منځ مستقیم پروازونه به د دواړو هېوادونو تر منځ اقتصادي اړیکې هم غښتلې کړي.

 د افغانستان د هوايي چلن ادارې ژمنتیا ښودلې چې ډېر ژر به له یو شمېر نورو هېوادونو سره هم له کابله مستقیم پروازونه پیل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *