تاند، یکشنبه، د عقرب ۱۲مه: د دولتي چارواکو د شتمنۍ د ثبت ادارې او د ارګ د چارو ادارې، د خپلې شتمنۍ د ناسم راپور ورکولو په جرم د څلورو پخوانیو او برحاله چارواکو او د ولسي جرګې د دوه پخوانیو غړو دوسیې لویې څارنوالۍ ته استولې دي.
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي تاند ته په خبرو کې تایید کړه چې د دغو چارواکو دوسیې په بېلابېلو مکتوبونو کې دوی ته ور استول شوې دي.
نوموړی د چارواکو نومونه نه اخلي وايي، په ور استول شویو دوسیو کې د بامیانو د یو پخواني وکیل، د هلمند د یو پخواني وکیل، د پروان د اوسني والي، د سمنګان د اوسني والي، د مخدره توکو پر ضد د مبارزې پخواني وزیر او د سیمه ییزو ارګانونو ادارې د پخواني مالي معین دوسیه شامله ده.
نوموړی وايي، چې پر دغو کسانو تور دی چې د خپلې شتمنۍ په اړه یې له دولت سره چل کړی دی او سم راپور یې نه دی ورکړی.
د جمشېد رسولي په خبره، لوی څارنوال دغو دوسیو ته ځانګړی پلټونکی پلاوی ټاکلی دی، چې پایلې به یې وروسته له رسنیو سره شریکې شي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت له یوې مودې راهیسې د هغو کسانو د شتمنۍ په اړه پلټنې پیل کړي دي چې له ۱۳۸۸ کال راهیسې یې د افغانستان په مختلفو ادارو کې کار کړی دی.