تاند، یکشنبه، د عقرب ۱۲مه: د مالیې سرپرست وزیر نن د مشرانو جرګې په استجوابیه غونډه کې ومنله چې د ولسمشر لپاره ځانګړي شوي ۹۱ کوډ کې پيسې ختمې شوې دي.

 د مشرانو جرګې د شکایتونو کمېسیون مشر زلمي زابلي له ښاغلي همایون قیومي وپوښتل چې د ولسمشر په ځانګړي کوډ کې پیسې ختمې شوې دي، مګر د ماليې وزارت د بودیجې له اصولنامې څخه په سرغړونه د ولسمسشر کوډ ته نورې پیسې هم استوي.

 په ځواب کې يې همایون قیومي تایید کړه چې د ولسمشر لپاره په ځانګړي شوي ۹۱ کوډ کې پیسې ختمې شوي دي مګر دوی د  اړتیا له مخې مجبور دي چې د ولسمشر کوډ ته نورې پیسې ورکړي.

 د مالیې د سرپرست وزیر دغه ځواب د مشرانو جرګې قناعت خپل نه کړ او سناتورانو وویل، وزارت هیڅ صلاحیت نه لري چې د ولسمشر کوډ ته له اصولو خلاف پیسې واستوي.

دا په داسې حال کې د چې ۹۱ کوډ د ولسمشر لپاره ځانګړی شوی او ترې د مصرفېدونکو پیسو هیڅ حساب نه اخیستل کېږي.

د امریکايي پوهنتون لپاره د کابل پوهنتون او کرنې وزارت اړوند د ۷۰ جریبه ځمکې ورکړه، په کاناډا سفارت د ملي تلویزیون د پلورل شوې ځمکې د پیسو ورکېدل او د ۸ ملیارده ډالري پورونو د اخیستلو په اړه د مالیې وزارت طرحه نور هغه ټکي وو چې سناتورانو یې په اړه د مالیې له سرپرست وزیر څخه ځوابونه وغوښتل.

One thought on “د ولسمشر غني په ځانګړي ۹۱ کوډ کې پیسې ختمې شوې دي”
  1. دا به مو ورډېره کړې وه چې، دا په داسې حال کې ده چې د یوې بې سروبوله پرېکړې له مخې د افغانستان د پوهنتونونو د استادانو معاشونه هم له ۹۱ کوډ نه ورکول کیږي، اوس چې هلته پیسې خلاصې شوي، د بېلابېلو پوهنتونونو استادان د معاش د نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ دي. په دې لړ کې ننګرهار پوهنتون استادان خورا خواشیني ښيي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *