تاند، دوشنبه، د عقرب ۱۳مه: د هرات پولیسو هغه قاچاقبر نیولی دی چې ۲۰۰ ګرامه هیروین کیپسول یې غوښتل په خېټه کې له افغانستان څخه ایران ته ولېږدوي.

 د هرات د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحد وليزاده تاند ته وویل، دغه کس ۲۰۰  ګرامه هیروین کپسول خوړلي او غوښتل یې چې د اسلام قلعه بندر له لارې یې ایران ته لېږدول: (( دغه کس ۲۰۰ ګرامه هیروین په ۲۳ کپسولونو کې ځای پر ځای کړي او ګېډې ته یې تېر کړي وو.))

 څو ورځې وړاندې هم د اسلام قلعه په بندر یو قاچاقبر نیول شوی و چې ایران ته یې مخدره توکي لېږدول غوښتل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *