تاند، دوشنبه، د عقرب ۱۳مه: د بادغیس ولایتي شورا او ځايي خلک وايي، طالبان د قادس ولسوالۍ تر دروازو رسېدلي او نږدې ده چې دا ولسوالي سقوط شي.

 ځايي خلک وايي، طالبان د ولسوالۍ تر مرکزه پورې رسېدلي او ځايي خلک د شپې لخوا مجبور دي یو ځای او بل ځای کې پټ شي، تر څو د جګړې قرباني نشي.

 ولایتي شورا هم بیا وايي چې که قادس ته تازه دمي ځواکونه ونه رسېږي، دا ولسوالي  به په لنډ وخت کې سقوط وکړي.

 خو د بادغیس د والي ویاند نجم الدین برهاني بیا تاند ته په خبرو کې وايي، قادس ته تازه دمي ځواکونه پر لاره دي او ډېر ژر به په دغه ولسوالۍ کې ځمکني او هوايي عملیات پيل شي.

 قادس ولسوالي د بادغیس له مرکز څخه ۴۰ کېلو متره لرې واټن لري چې د چارواکو په وینا یې له بالامرغاب وروسته په قادس کې تر ټولو زیات طالبان مېشته دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *