تاند، دوشنبه، د عقرب ۱۳مه: ولسي جرګې، په دفاعي چارو کې د سرتېرو ذاتي قانون د رایو په اکثریت تصویب  کړ.

 نن دوشنبه د ولسمشر د تقنیني فرمان له مخې د ولسي جرګې عمومي غونډه د امنیتي او دفاعي چارو د کمېسیون لخوا د دغه قانون په اړه ځانګړې شوې وه.

د ولسي جرګې د دفاعي چارو د کمېسیون غړي علي اکبر جمشېدي تاند ته وویل، د سرتېرو ذاتي قانون د ولسمشر د ۳۴۸ ګڼه فرمان له مخې په هېواد کې نافذ شوی دی خو د قانوني مراحلو لپاره ولسي جرګې ته هم استول شوی و چې نن تصویب شو.

 دا قانون چې ۸ فصلونه او ۶۰ مادې لري د اساسي قانون له مخې د سرتېرو د جلب و جذب، د وجایبو د تنظیم، حقوق، امتیازات او د سرتېرو ټولې شخصي اړتیاوې په کې په پام کې نیول شوې دي، چې د ولسي جرګې د دفاعي چارو د کمېسیون د غړي علي اکبر جمشېدي په وینا یوازې ۳۰مه ماده یې تعدیل او نور قانون د رایو په اکثریت د وکیلانو لخوا ومنل شو.

د ولسي جرګې مشر دا قانون نن د ۱۵۶ تایید او ۱۵ رد رایو په ترلاسه کولو تصویب شوی اعلان کړ.

 نن ولسي جرګې ته ۱۷۱ وکیلان راغلي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *