Afghanistan, Kabul, January 30, 2015 Afghan president Ashraf Ghani speaks with the newly appointed foreign minister Salahuddin Rabbani while walking from his Friday prayer to a lunch with guests. Photo: Joel van Houdt

تاند، دوشنبه، د عقرب ۱۳مه: ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، له هېواده بهر د افغان دیپلوماتانو اوسني لوی شمېر افغانستان ته هیڅ ګډه نه ده کړې او په بهرنیو چارو وزارت کې به ډېر ژر به د اصلاحاتو په لړ کې د دیپلوماتانو شمېر د پام وړ راکم کړي.

 تاند ته د ارګ مؤثقو سرچینو ویلي، ولسمشرغني امر کړی چې د بهرنیو چارو وزارت د دیپلوماتانو په تړاو دې بیا کتنه وشي ځکه افغان حکومت د دومره ډېرو خو غیر مؤثر دیپلوماتانو د معاش پيسې نورې نه شي ورکولی.

سرچینه وايي، په لومړي ګام کې به افغان حکومت هغه دیپلوماتان له دندو شړي چې له هېواده بهر په سفارتونو کې د اړیکې، ګوند، سمت او خپلوۍ په اساس په غیر ضروري ډول په تېرو پنځو کلونو کې د بهرنیو چارو وزارت د رهبرۍ لخوا ګمارل شوي دي.

 سرچینه وايي، په نوي اقدام کې به د بهرنیو چارو وزارت د بیا احیا او فعالولو لپاره په لوړ ظرفیت دیپلوماتان وګمارل شي چې نړیوالې اړیکې، انګلیسي او اسناد یې غښتلي وي.

ولسمشر ته نږدې سرچینه تاند ته دا هم تاییدوي چې ولسمشر پ تېرو پنځو کلونو کې د بهرنیو چارو وزارت د مفلوج حالت په اړه سخت تاسف کوي او وايي، نه باید دغه لویه دستګاه د قومي او تعصبي تمایلاتو ښکار شوې وای.

سرچینه همدا راز وايي، د ولسمشر غني په بیا ځلي واک ته رسېدو به د حکومت لومړی اقدام د بهرنیو چارو په وزارت کې د سیاسي دکتورین رامنځته کول او د دغه وزارت د ظرفیت لوړول وي.

بلخوا د بهرنیو وزارت نوی ویاند ګران هېواد هم وايي، چې حکومت د بهرنیو چارو وزارت او سیاسي نماینده ګیو د بیا راژوندي کولو په تړاو لویه برنامه پیل کړې او دا کار به د یو پلان له مخې سلسله په سلسله پلی شي.

 دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د فساد پر ضد د مبارزې څارونکې کمېتې مک د بهرنیو چارو وزارت په تړاو راپور کې وویل، ۴۰ سلنه افغان دیپلوماتان د سمتي، ګوندي او پیسو د اړیکې په مرسته  مقرر شوي .

راپور کې راغلي وو چې د ۱۴۰۰ افغان دیپلوماتانو له منځه یې لوی شمېر دیپلوماتان په انګلیسي نه پوهېږي، د دولسم او څوارلسم سندونه لري او د بهرنیو نړیوالو اړیکو په اړه هیڅ نه پوهېږي.

د دغه راپور له نشرېدو وروسته ولسمشر په یاد وزارت کې د اصلاحاتو او پلټنو امر ورکړ چې بالاخره دغه چاره له دندې څه د دغه وزارت د سرپرست صلاح الدین رباني په شړل کېدو او استعفی تمامه شوه.

One thought on “حکومت، د بهرنیو چارو وزارت لوی شمېر بېکاره دیپلوماتان کورونو ته ليږي”
  1. زما په نظر د هر وزارت لپاره مسلکي کدرونه په کار دي.
    د باندینیو چارو وزارت باید د خپلو مختلفو څانګو لپاره پوه ، مسلکي ، تجربه کاره ، وطن او ملي ګټو ته متعهد او وفاداره پرسونل استخدام کړي. انګلیسي ژبه زده کول هم لازمي دي ، خو په نورو ژبو پوهېدل یو مثبت پاینټ دی. له انګلیسي سره د هسپانوي ، عربي ، چینایی ، فرانسوي ، روسي ، جرمني ، اردو او نورو ژبو ویونکو هېوادونو لپاره باید زمونږ دیپلوماتان پدې ژبو بلد وي.
    خو ترټولو مهمه د مسلک او تخصص موضوع ده . مثلا اقتصادي برخې ته د اقتصاد او د حقوقو او معاهداتو لپاره د نړیوالو حقوقو او سیاسي برخو لپاره د مربوطه حوزو په باره کې بشپړ مالوماتو لرونکي فارغ التحصیلان انتخاب شي.
    ټول هغه کسان چې په قونسلي او یا نورو اړونده څانګو کې کار کوي چې له هېوادوالو او مراجعینو سره سروکار لري د خپل مسلک له ټولو چارو سره د پوره حاکمیت ترڅنګ باید په پښتو او دري ژبو بشپړ تسلط ولري. دوی باید د افغانستان د ټولو ولایتونو او سیمو د اوسېدونکو له لهجو او کلتور سره څه ناڅه بلدیت ولري ترڅو خپل هېوادوال له پردیو نه په آساني سره تشخیص کړای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *