تاند، دوشنبه، د عقرب ۱۳مه: په بیجنګ کې د افغانستان او چین تر منځ د سیمه ییزو امنیتي همکاریو په تړاو دریمه غونډه جوړه شوه.
د چین د بهرنیو چارو وزارت لخوا په دې اړه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا د سیمه ییزو امنیتي همکاریو په تړاو د یو ګډ میکانیزم د رامنځته کولو په تړاو د دواړو هېوادونو دریمه ګډه غونډه وه، چې د چین د بهرنیو چارو وزارت کمېشنر جیوب ګوپینګ او د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب برخه اخیستې وه.
د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې غونډه کې د دواړو هېوادونو د اړوندو ادارو استازو هم ګډون کړی و، خو واضحه کړې یې نه ده چې په غونډه کې کوم بحثونه شوي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او د افغانستان د ملي امنیت شورا لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.