ډاکتر ماخان میږی شینواری
انجنیر صیب ستانه میر زهیر شینواری چې په م ک کې هم خورا هڅاند دۍ او زیات وخت پوښتنې رامنځ ته کوي، چې سړی یې و ځوابونو یا نوره هم ښه څیړنو ته را هڅوي.
پوښتنه نږدې داسې وه، چې: له خوا، نه دۍ، نه کوم، سره بیل بیل او که ګډ لیکل کیږي.
زه نه پوهیږم، چې په داسې موضوعاتو به خبرې شوې وي اوکه نه، خوپه هرصورت، دا د ټولوکاردۍ اوزه دا خپل اند له تاسوسره شریکوم.
راځۍ چې دا موضوع داسې ساده ونه نیسو او لږ یې سره وشاربو. وایي، چې له خبرو خبرې راوځي.
زه هم دې پوښتنې دې ته راوهڅولم، چې فکر په وکړم.
له دې د مخه (ما لیکلي وو: د دې له مخه، خوزر مې ورته پام شو، چې دا ناسم دۍ، نو سم يې له دې(څخه) د مخه دۍ) چې د خپلې لیکنې موخې ته راځم، یو دوه وړاندیزونه:
۱ – کله چې موږ د داسې پوښتنو سره مخامخ کیږو او څه په لیکو، نو په هغه باید وپوهیږو.
۲ – داسې دلایل نه راوړو، چې ګوندې هغه یې لیکي اوکوم لیکوال یا پوه یې داسې لیکي یا هغسې، بې د هغه له دلیله، چې د موضوع د سمون له پاره یې راوړی وي، یعنې ولې ګډ یا ولې بیل. دا څرنګه لیکل یې هرومرو یو ژبنیزلامل یا ژبنیزه لار باید ولري، چې د هغې په بنسټ موږ اړ یو، چې هغه راوسپړو.
اوس خپلې موخې ته راځو:
باید و پوهیږو، چې دا څه شی دۍ او موږ یې د ځواب یا څیړنې په هکله څنګه مخ ته ځو؟
موږدا موضوع په دوه برخووېشو:
لومړی: نه دۍ (ندۍ)، نه کوم(نکوم)
دویم: دا له خوا او که لخوا دۍ.
لومړي ته:
موږ د لته اړ یوچې دې لومړي ته دوه برخې ورکړو یا په دوه برخو و وېشو:
لومړی الف: نه والی، چې په نه سره ښوول – یا لیکل کیږي
لومړی ب : مخامخوالی یا که غواړۍ تضاد، چې به نا سره لیکل کیږي
لومړي الف ته: ،، نه ،، د یوڅه یا یو وی نه والی ښایي لکه: ځم، نه ځم، دا هغه سړی دۍ، — نه دۍ، هغه غلا کوي، — نه کوي، زه هم غلا نه کوم.
دویم ب ته: موږ په ډېرو ویونو او په ځانګړې توګه خویونو مخامخویونه په نا سره لیکو او دا نا د هغه څه سره یوځای لیکل کیږي، لکه: هغه وي سره په نوکانو کې یې هغه مخامخ وی لیکو، لکه: سم ( ناسم)، روغ ( ناروع) جوړه ( ناجوړه) [ جوړه اوناجوړه ته: هغه ګڼونه، چې په دوه پوره وېشل کیږي،جوړه ګڼونه دي او هغه،، چې پاتې یې ۱ راځي، هغه ناجوړه ګڼونه دي] جوړه ګڼونه لکه: ۴ ، ۱۲ ، ۱۸، ۵۰ اونور او ناجوړه ګڼوندې، لکه: ۱۱ ، ۱۵ ، ۲۱، ۱۲۳ او نور. نورې بیلګې:ارام( ناارام)، رښتیا( نارښتیا).
یادونه: دې ته باید په ګده فکروکړو، چې نارښتیا اودروغ سره توپیر لري اوکه نه؟
څوک چې نارښتیا وایي ایا هغه هرو مرو دروغ دي؟
بله پوښتنه: ایا نه روغ اوناروغ یوڅه دي؟
داسې هم لرو: دا نه سړی دۍ او دا سړی نه دۍ، چې ترې پوهیدنه یې سره ډېر توپیر لري.
دویم ته: راځۍ چې وګورو، له ځوا څنګه په خبرو کې کارول کیږي. زما، ستا،د هغه، … یا د یو څه له خوا یو څه کیږي یا یوڅه سرته رسیږي. که زیر شو، نو د لته د یوڅه څخه یوڅه بیلیږي، چې دلته خوا ده، یعنې د یو څه یا یو چا له خوا.
دا ،، خوا،، ادورب دۍ یعنې یو څه یا یوشي څرګند یا ذهني ښایي یا په ګوته کوي. که ،، له،، ورسره مل شي، نوداسې د ویونوپرلپسې ترې لاس ته راځي، لکه د دولت له خوا…
که زما له خوا یا د دولت له خوا یا د بل څه له خوا وویل شي، نودا وینا نه ده اوڅه نه په ګوته کوي، خو که ووایو چې:
زما له خوا داسې وویل شو او یا د دولت له خوا داسې قوانین ايښول یا لیکل شوي، نو دلته یوه وینا بشپړه شوې.
دلته د وینا څځه هم روښانه ده،چې دا ،،له( څخه ) دۍ اودا یواړیکوی یا په دې حالت کې ،،څیرکومپوزېشن،، دۍ. د اړیکوي له پاره په تاند کې زما لیکنه شته،هغه کتل کیدی شي. دا نوپه خټه داسې دي.
غونډالې داسې جوړیږي: زما له خوا څخه تا ته کتاب درکړل شو. د دولت له خوا څخه لارې جوړیږي.
ما د ،، له… څخه،، له پاره هم یوه لیکنه کړې اوهغه په تاند کې خپره شوې.
دې ته باید زړه تنګ نه کړو، چې ګوندې دا موضوع څومره وزېده.
هیله ده، چې په داسې څه به ګران لوستونکي هم خپل اند روښانه اوروښانه دلایل راوړي. ژبه همداسې پوره کبږي او همداسې وده کوي.