تاند، سه شنبه، د عقرب ۱۴ مه: پاکستاني چارواکو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د وزیرستان په قبایلي سیمه کې دوه چاودنو څلور پاکستاني سرتیري وژلې دي

ویل کیږي دغه سرتیري د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمو کې په دوو جلا بمي چاودنو کې وژل شوي دي.

لومړۍ پېښه په رزمک سیمه کې د ماین د چاودني له کبله شوې او دوه سرتیري په کې وژل شوي او یو بل ټپي دی. د چارواکو په خبره دا سرتیري په ورځنۍ ګزمې بوخت وو چې چاودنه پرې وشوه.

بل لورته دوه نور سرتیري په میرعلي ښارګوټي کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې وژل شوي دي.

حزب الاحرار چې د پاکستان د طالبانو تحریک څخه یوه بېله شوې ډله ده، د دې چاودنو مسولیت اخستی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *