تاند، سه شنبه، د عقرب ۱۴: ترکي چارواکي وایي، د ترکیې شمال ختیځ اعزاز ښار کې یې د اسلامي دولت نومې ډلې د وژل شوي بنسټګر او مخکېني مشر ابو بکر البغدادي خور نیولې ده او اوس ترې څېړنې روانې دي.
۶۵ کلنه رسمیه عواد په عملیاتو کې د سوریې پولې ته نژدې نیول شوې ده.
ویل کیږي له نوموړې سره د نیول کېدو پرمهال د هغې پنځه بچیان هم وو.
ترکي چارواکو هیله ښودلې چې د بغدادي له خور به ښه معلومات د داعش په تړاو حاصل کړي.
د البغدادي له مړینې وروسته، ابو ابراهیم الهاشمي القریشي د داعش ډلې نوی مشر اعلان شوی دی، خو یو امریکايي چارواکي تېره اونۍ وویل، واشنګتن د دغه نوي مشر په اړه څېړنه کوي.
نړیوالو مشرانو د البغدادي د وژل کېدو هرکلی کړی، خو امنیتي کارپوهانو خبرداری ورکړی چې دا ډله چې سخت جرمونه یې کړي او ډېری مسلمانان یې ترهولي، په سوریه او نوره نړۍ کې لاهم لوی ګواښ دی.