تاند، سه شنبه، د عقرب ۱۴مه: ترکیه په دغه هېواد کې ۱۵۰ زره مال پیوونکو یا شپنو ته اړتیا لري او اوس په پلان کې لري چې د دې کار لپاره افغان کډوال وګماري.

که څه هم په ترکیه کې دا مهال د یو شپون میاشتنی معاش ۵۰۰۰ زره ترکي لېرې دی، خو بیا هم په دغه هېواد کې ۱۵۰ زره شپنو ته اړتیا ده چې له کبله یې ځايي مالداران اړ شوي دي تر څو پر افغان کډوالو د دې کار لپاره تکیه وکړي.

په ترکیه کې افغان کډوالو پخوا هم د شپانه توب او بزګرۍ دنده ترسره کړې چې له کبله یې پر دوی د مالدارۍ او کرنې برخه کې د ځايي خلکو باور زیات شوی دی او دا مهال زیاتره افغانان په غیر قانوني ډول ترکیه کې په شپانه توب بوخت دي.

د ترکیې د بزو او پسونو د پالنې د مرکزي ټولنې رئیس نیهات شلیک وايي، په دغه هېواد کې مالدارۍ ته د خلکو لیوالتیا زیاته ده خو خلک خپلو پسونو او رمو ته د شپانه د پیدا کولو په برخه کې ستونزې لري.

نوموړی وايي، له حکومت سره یې دا ستونزه شریکه کړې ده او اوس د ترکیې دولت د داسې قوانینو په تنظیم بوخت دی چې افغان کډوالو ته په ترکیه کې د شپانه توب ازادانه اجازه ورکړي: (( کله چې دا قانون بشپړ شي، نو کډوالو ته به د ژوند ښه شرایط ورسره برابر شي تر دې چې هغوی به خپلې کورنۍ ډېرې ښه تمویل کړای شي.))

دا په داسې حال کې ده چې په اروپا او شاوخوا هېوادونو کې یې له اوږدې مودې راهیسې پر مالدارۍ د کورنیو تکیه زیاته شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *