تاند، سه شنبه، د عقرب ۱۴مه: د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد وايي، د پاکستان په شمول د ترهګرو ټول ملاتړي هېوادونه باید په دې پوه شي چې ترهګري پوله نه پېژني او دا اور به یو وخت د دوی لمنې ته هم ورسېږي.
خالد له امریکا غږ سره په یوه تازه مرکه کې همدا راز ادعا کړې چې د داعش دولت اسلامي ډله او طالبان هیڅکله له یو بل څخه جلا نه دي.
اسدالله خالد د دې ادعاو په اړه چې ګواکې روسیه او ایران هم د طالبانو نظامي ملاتړ کوي؟ ویلي ترهګري سرحد نه پېژني: (( که څوک له داعش سره د دښمنۍ په خاطر یا له طالب څخه د داعش پر ضد د استفادې لپاره د طالبانو ملاتړ کوي، اخري نتیجه یې دا ده چې د داعش او طالبانو تر منځ فرق نشته.))
خالد په ډاګه نه کړه چې ایا روسیه او ایران د طالبانو ملاتړ کوي که نه؟ خو ټینګار یې وکړ دوی یو تربله اړیکې لري چې ایران او روسیې هم نه دي رد کړي.
نوموړي وویل، که هر هېواد د ترهګرۍ له مور (طالبانو) ملاتړ کوي نو لویه تېروتنه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې یو شمېر امریکايي چارواکوویلي وو، روسیه د طالبانو ښکاره نظامي ملاتړ کوي.
همدا راز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په تازه راپور کې راغلي چې القاعده د ایران په ملاتړ افغانستان ته جنګیالي استوي.