فضل هادي مسلمیار

تاند، سه شنبه، د عقرب ۱۴مه: مشرانو جرګې په اسلام اباد کې د آی ایس آی د مشرانو لخوا د افغان سفیر احضارول او له هغه سره ناسم چلند د پاکستان له حده تېره بې حیایي بللې ده.

د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار وايي، د آی ایس آی لخوا د افغان سفیر احضارول له ټولو نړیوالو دپلوماتیکو نورمونو خلاف کار دی او استخباراتي سازمانونه د دې حق نه لري چې د یو هېواد سفیر احضار کړي.

نوموړي ویلي، له احضار سره هم مهاله د افغان سفیر توهینول او سپکول د پاکستان د نهایت بې حیایي په ډاګه کوي.

د مشرانو جرګې بل غړي محی الدین منصف هم دا کار له ټولو دپلوماتیکو عرفونو خلاف وباله او ټینګار یې وکړ چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت باید دا موضوع په جدي ډول وڅېړي.

همدا راز د مشرانو جرګې نورو غړو هم په کابل کې د پاکستان د قونسلي خدماتو درول هم له دپلوماتیکو ادابو لرې وبلل او زیاته یې کړه پاکستان په افغانستان کې د بحران د زیاتولو په لټه کې دی.
همدا راز د جرګې مشر فضل هادي مسلمیار په دې اړه وویل، د پاکستان لخوا په کابل کې د سفارت تړلو دلایل د توجیه وړ نه دي او دا هېواد د دې پرېکړې تر شا نورې موخې لري او باید چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یې ریښې او هدف راوسپړي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان له څو ورځو راهیسې په افغانستان کې خپل سفارت او قونسلګرۍ تړلي، خو د بهرنیو چارو وزارت یې په پاکستان کې نه یوازې افغان شارژدافیر احضار کړی بلکې افغان سفیر هم د آی ایس آی د مشر لخوا خپل دفتر ته احضار شوی او بهرنیو چارو وزارت په وینا ناوړه او له سپکاوي ډک چلند یې ورسره کړی دی.

2 thoughts on “مسلمیار: آی ایس آی د افغان سفیر په احضارولو د پاکستان بې حیايي په ډاګه کړه”
  1. مسلمیار باید په یاد وساتی د کرزی په وخت کی هم زموږ د پیښور قونسلګری مشر د پاکستان د استخباراتو لخوا تښتول شوی وو چی بیا کرزی را خوشی کړ کیدای شی د ربانی استعفا لپاره یی احضار کړی وی ځکه ربانی او عبدالله عبدالله زیاتره وخت د ټاکنو او دواړو هیوادونو په روابطو باندی خبری کوی او دواړه کسانو ډیورنډ کرښه په اوله ورځ ورسره منلی وو آن تر دی چی کرزی په وخت کی احمدضیامسعود دا خبره بیخی واضح کړه په یو مرکه کی

    مګر کیدای شی ددی سفیر احضارول نوی خبره هم نه وی ځکه مخکی هم ډول ډول دیپلوماتیکی تخطیانی شوی او کوی ځکه د پاکستان ملاتړی هیوادونه (چین،برتانیه او امریکا ده اوهمدارنګه اسلامی هیوادونو کی سعودی او ترکیه) دی
    او خپله امریکا غواړی چی د افغانستان او پاکستان ترمینځ جنجال زیات او دواړه هیوادونو په جنګ کی ښکیل و دوی په افغان دولت باندی نوری پوځی توکی وپلوری

    ځکه دوی تر اوسه پدی اړه خبری نکوی کله چی خبره بیخی خرابه شی بیا دوی نرمښت خبری کوی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *