په ټولنيزو رسنيو کې د افغانانو له لورې د نوي هندي فلم (پاني پت-PaniPat) په اړه چې ويل کېږي، د احمد شاه بابا په اړه جوړ شوی دی، غوغاوې دي. لا تر اوسه پورې يوازې د فلم ټريلر خپور شوی دی، اصلي فلم به د همدې کال د دسمبر په شپږمه خپور شي. د خلکو د ادعاء خلاف؛ په فلم کې کارکوونکی افغان ببرک اکبري، چې په فلم کې يې احمد شاه بابا ته د يوه نږدې عسکر رول لوبولی، وايي: په فلم کې احمدشاه بابا ته هېڅ سپکاوی نه دی شوی، څه چې تاريخ دی، همغه بيان شوي دي. بل طرف ته په فلم کې د احمد شاه بابا رول لوبوونکي سنجي ډټ په خپله ټويټر پاڼه ليکلي: (احمدشاه ابدالي چې چېرته تللی، هلته مرګونه شوي دي.)
مطلب څه چې تاريخ دی، هغه بيان شوی دی او د احمد شاه بابا او د هغه اړيکې/حملې له هند سره په تاريخ کې ډېر واضحه ده، نور غوغاوو ته څه ضرورت دی چې د احمد شاه بابا سپکاوی شوی دی يا نه دی شوی. دا سپکاوی نه دی، دا د هندوانو مُسَلَّم حق دی چې خپل تاريخ بيان کړي.
اوس پوښتنه دا ده چې آيا مونږ حق لرو هندوان د دې فلم له خپرولو څخه منع کړو؟
ځواب يې ډېر لنډ دی، او هغه (نه) دی. هر څوک حق لري د خپل تاريخ په اړه فلم جوړ کړي. که مونږ وغواړو چې د خپل هېواد د تاريخ خوندي کولو په پار د ډبليو بُش په اړه فلم جوړ کړو، آيا مونږ به هغه يو اتل معرفي کوو، که چپاولګر او يرغلګر؟
هندوان حق لري په هندوستان باندې د احمدشاه بابا حملې انځوريزې کړي او خپلو اوسنيو/راتلونکو نسلونو ته انځوريز تاريخ پرېږدي. په دې فلم کې هم همدا کار شوی دی، په هندوستان باندې د احمد شاه بابا درېمه حمله چې د پاني پت جنګ په نامه يادېږي او په ۱۷۶۱ زېږديز کال کې پېښه شوې ده، انځوريزه شوې ده.
خو پوښتنه دا ده چې آيا مونږ هم خپل دا ډول مسؤليت ادا کړی دی؟ که هندوان احمد شاه بابا يو يرغلګر ْمعرفي کوي؛ نو آيا مونږ دا وړتيا لرو چې خپل نسل ته وښيو چې احمد شاه بابا يو اتل وو، د مظلومانو ملاتړی وو. د هغه حملې د مظلومانو د دفاع په خاطر وې. آيا مونږ دا کار نه شو کولای؟ آيا مونږ د پرديو سيريالونو د ژباړلو پر ځای خپل تاريخ نه شو خوندي کولی؟
که نه هندوانو او سنجي ډټ ته سوال او زارۍ وکړو چې احمدشاه بابا سهوه کړې وه چې له مرهټيانو سره يې جګړه کړې وه، لطفًا زاړه اورونه مه تازه کوئ!
هر څوک خپل تاريخ تازه کوي، خپل نسل ته خپل دوست او دښمن ورپېژني، ولو که هغه اوس په هر شکل وي. لطفًا هندوان له دې حق څخه مه محروموئ!
د ښاغلی زبیر خان د منصفانه تحلیل څخه په مننی سره
وطن پرستی او وطن دوستی دوی بیلی بیلی مقولی دی
همدارنګه
ځینی وختونه د وطن دوستی د عنصر سره د یو خاص شخص ترکیب یو اجتناب ناپذیر امر وی
خو
دا ترکیب ( چی باید په ملی کچه یو منل سوی اصل وی) د ځینو فکری عقیدتی ایډیولوژیکو ( عمدتاً منفی) تعاملاتو قربانی کیدای سی لکه څنګه چی قربانی سوی دی
زه د وړوکتوب څخه د احمد شاه بابا سره ډیره مینه لرم چی البته ددې د مینی د اصلی لامل او عامل د توضیح څخه معذرت غواړم
امّا
راسی یو څو شیبی ځانو او نورو ته رشتیا ووایو
احمد شاه بابا او د هغه شخصیت او کړنی او هر اړخیز شتون څومره زموږ په ملی او فردی روحیه کی نفوذ لری او د وروستۍ یوی پیړی په اوږدو کی کومی حاکمی دستګاه د وطن د بچو د ملی رګونو په وینه کی احمدشاهی مینه ور تزریق کړیده؟
هیڅ
هیڅکله
دقیق حساب به نه سره کوو چی په اصطلاح خواوی مو سره بدیږی
امّا
د پانی پت د ترتیب سوی فلم په هکله
د احمد شاه بابا هجوم پر هندوستان باندی ډېر عسکری- سیاسی– عقیدتی – ستراتژیکی توجیهات درلودل چی ممکن زموږ او هندی مؤرخینو او تحلیل ګرانو په ژوره توګه څېړلی وی
زما په ډنګر نظر د پانی پت د فلم د جوړېدو اصلی انګیزه به دا وی
چی
لومړی د هندوانو د افراطی ګوندونو حاکمیت
دوهم ، چی ممکن ډیر مهم هم وی هغه دا چی
پاکستان د کلونو کلونو را پدیخوا د بل زوم او بلی ناوی پر تخت د آئینه مصحف د مراسمو په لټه کی دی
معنی یا د غیر تشریفاتی پښتنو خبره مانا
د هندوستان په وړاندی د تبلیغاتی او روحی جګړی او جنجال په بازار کی ئې همیشه د احمد شاه بابا او محمود غزنوی او نورو افغانی مشهورو څیرو د نوم او کارنامو څخه کار اخیستی دی چی دا کار شاید د هندیانو د خښم لامل ګرځیدلی وی او اوس غواړی په یو نرم او پوست نزاکت د تاریخ د خټکی نس ته چاړه ور واچوی او د پاکسانیانو د طعنو ځواب په یوه مبهمه او عین حال کی مؤدبانه دیجیتالی ژبه ور کاندی
په هر حال
زما وړاندیز د ګرانو وطنوالو لخوا د پانی پت د فلم د لیدو وروسته د احتمالی خپګان د رامنځته کېدو د خنثی کیدو په موخه دا دی چی
کلونه کلونه د مهربانه! میندو پلاس د دردونو د عدم احساس پخاطر په ستونی کی را ته تریاک توی سوی او د مینی او کینی سره بیګانه را لوی سوی یو نو که مو چیرته احتمالاً ددی فلم په لیدو د کوم درد احساس وکړ بیرته به همهغه د تاریاکو نشی ته پناه یوسو