تاند، چهار شنبه، د عقرب ۱۵مه: طالبانو د غور په زرتلي سیمه کې یو سړی د دوی په جګړه د اعتراض په جرم لومړی په دورو وهلی بیا یې له مېرمنې سره نکاح ورتازه کړېده.

د غور د ولایتي شورا غړی عبدالبصیر قادري تاند ته وايي، دا پېښه د فېروز کوه ته نږدې د زرتلي په سیمه کې شوې ده چې یو ځايي کس له افغان ځواکونو سره د طالبانو جګړه ناروا بللې وه.

نوموړی وايي، دغه کس په یو مجلس کې ویلي وو، د طالبانو لخوا د ملکیانو وژل او له افغان ځواکونو سره جګړه حرامه ده چې دا خبره د طالبانو یو جاسوس خپلو مشرانو ته رسولې او دا کس یې په عام محضر کې نه یوازې په درو وهلی بلکې له مېرمنې سره یې نکاح هم بیا ورتړلې ده.

ښاغلی قادري وايي، طالبان په دې عقیده دي که څوک د دوی جګړه جهاد نه بولي د اسلام له دایرې خارجېږي او مرتد ګرځي: (( طالبانو په همدې دلیل د زرتلي کلي دغه اوسېدونکی نیولی، وهلی یې دی، کلمه یې بیا پرې ویلې او له مېرمنې سره یې نکاح تازه کړې.))

د تاند له پرله پسې تماسونو وروسته هم د غور ولایتي ادارې او امنیه قومندانۍ په دې اړه څه ونه ویل، نه هم طالبانو تر اوسه دا خبره تایید کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *