طالبان چې د افغان ځواکونو لپاره د زیاتو اصلي او فرعي لارو خیټې له ماینونو ډکې کړي، دا ماینونه ډير کله په ملکی وګړو چاودنه کوي او مرګ ژوبله ورته اړولي.

خو تر ټولو جالبه دا چې، که دا ماین پر ملکي وګړو چاودنه وکړي طالبان یې مسوولیت نه مني او که په افغان ځواکونو چاودنه وکړي بیا یې په ډير افتخار مسوولیت مني.

تاسو به له رسنیو اورئ او ګورئ چې نږدې هره ورځ د طالبانو ماین پر ملکي وګړو چاودنه کوي او مرګ ژوبله ورته اړوي.

تاسو هر کله د یوناما راپور وګورئ طالبان پکې د ۸۰ سلنه ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مسوول وي او دا مرګ ژوبله اکثره د ماین چاودنو او ځانمرګو بریدونو له کبله وي.

دا چې طالبانو کوم پوهنتون د ماین جوړولو نه دی لوستی، یواځې بوشکه له چاودیدونکو توکو ډکوي او لارو کې یې خښوي، نو هغه هیڅ د باور وړ نه وي چې خپل هدف به په نښه کړي.

دې ډول ماینونو ته ړانده ماینونه ویل کیږي او هر کله چې وخت پوره شو چاودنه کوي، که افغان ځواکونه پرې برابر شول، که ملکي وګړي او که طالب.

تاسو به اوریدلي وي، ډیر کله دا ماینونه خپله پر طالبانو هم چاودنه کوي او پکې مرداریږي.

تازه تخار ولایت درقد ولسوالۍ طاهري کلي کې د طالبانو ماین د ښوونځي پر ماشومانو چاودنه کړې چې ۵ ماشومان پکې شهیدان شوي او ۵ نور ټبيآن دي.

دا ماین د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمه کې چاودنه کړې چې مسوولیت یې هم پر هغوی دی.

اکثره ماینونه چې پر ملکي وګړو چاودنه کوي، ټول یې هغو سیمو کې دي چې طالبانو تر کنټرول لاندې دی، خو له دې سره بیا هم طالبان له مسوولیت تيښته کوي.

طالبان کله خپلو سیمو کې افغان ځواکونو او یا دولتي مامورینو ته اجازه ورکوي، طالبان ځکه اجازه نه ورکوي چې ډار لري چې راپور یې ور نه کړي.

خو جالبه دا چې طالبان له دې ډول چاودنو له مسوولیت تيښته کوي او دا د دې لپاره چې دا چاودنې هیڅ ډول توجیه کولی نه شي.

د تخار تر څنګ بغلان ولایت مرکز کې هم د طالبانو ځای په ځای شوي ماین چاودنه کړې چې ۱۰ ملکی وګړي یې ټپيان کړي دي.

دا یواځې د نن ورځې تلفات دي چې یادونه یې وشوه، شمېره یې تر شل کسانو رسیږی، خو طالبان یې کیسه کې هم نه دي، لامل دا دی چې طالبانو ته یواځې دګډوډيو او تاوتریخوالي پر سر امکانات ورکول کیږي.

دا چې د جګړې قربانیان څوک دی ، ګټه د چا ده طالبانو ته مهمه نه ده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *