تاند، چهار شنبه، د عقرب ۱۵مه: د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت وايي، له ازبکستان سره په پوله یې داعش وسله والو پر پوستو بریدونه کړي دي چې په ترڅ کې یې ۱۵ داعشیان او ۲ سرتېري وژل شوي دي.

راپورونه وايي، ۲۰ داعشیانو د رودکي په سیمه کې د تاجکستاني ځواکونو پر یوه پوسته برید کړی چې په پایله کې یې ۱۵ وسله وال ځای پر ځای وژل شوي خو پنځه تنه یې نږدې کلیو ته تښتېدلي دي.

د تاجکستان د ملي امنیت کمېټې تور لګولی چې دغه داعشیان د شپې په تیاره کې له افغان خاورې څخه ور اوښتي وو.

دا په داسې حال کې د چې داعش جنګیالیو تېر کال هم تاجکستان کې پر بهرنیو سیلانیانو برید کړی او ۴ تنه یې ترې وژلي وو.

One thought on “تاجکستاني ځواکونو پر یوه پوسته برید کې ۱۵ داعشیان وژلي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *