تاند، پنجشنبه، د عقرب ۱۶مه: افغان ځواکونو په یو هوايي برید کې په بادغیس کې د طالبانو مهم نظامي قومندان ملا معین الدین له خپلې ټولې کورنۍ سره وژلی دی.
د بادغیس د ولایتي شورا یو غړي ناصر نظري تاند ته د ټلیفون پر لیکه وویل، برید تېره شپه د بادغیس آب کمري ولسوالۍ کې د ملا معین الدین په کور شوی دی.
نوموړی وايي، تر اوسه دقیق خبر دا دی چې ملا معین په برید کې وژل شوی خو د کورنۍ د وژل شویو غړو په اړه یې معلومات نشته.
خو د بادغیس ولایتي سرچینې بیا وايي، په دې برید کې د ملا معین تر څنګ یو شمېر طالبان هم وژل شوي دي.
طالبانو په دې اړه لا څه نه دي ویلي، خو له تېرې یوې میاشتې راهیسې افغان ځواکونه په بادغیس کې خپل هوایي او ځمکمني عملیات له لاسته راوړنو ډک بولي.