تاند، پنجشنبه، د عقرب ۱۶مه: د روسیې د امنیتي خدمتونو فدرالي اداره وايي، داعش ډله سوریه او عراق کې په خپله ماتې پوه شوې او اوس هڅه کوي د منځنۍ اسیا شاوخوا، اسیا او افریقا کې ځانته نوې ځالې پیدا کړي.

د روسیې د ایف ایس بي ادارې مشر الکساندر بورنکوف وايي، داعش ډله په اروپا کې هم د جلب و جذب په هڅه کې ده.

نوموړي همدا راز ادعا کړې چې داعش په افغانسان کې د خراسان څانګې ته د پراختیا ورکولو په حال کې دی: (( داعش له افغانستان څخه د فعالیتونو د پراختیا په حال کې دی، انصارالله او د ترکستان اسلامي ګوند سره یې اړیکې غښتلې دي، دوی په سیمه کې ځانته یوه لویه ساحه پیدا کول او جوړول غواړي.))

دا په داسې حال کې د چې د روسیې د حکومت یو بل چارواکي سرګئ پورخودکوف ویلي وو چې داعش په افغانستان کې ۱۰ زره جنګیالي لري چې شمالي او ختیځو سیمو کې فعالیت کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *