پوهاند محمدبشير دوديال

(هغوی چې نه هيريږي).

د اقتصاد پوهنځی کی د عامه اقتصاد درسي ساعت کې، د عامه د مضمون د لکچرونو په لړ کې دعامه اجناسو او د عامه اقتصاداجناسو د اننتخاب د امکاناتو پر بحث وغږیدو. شاګردانو ته دلچسپه موضوع وه، ډیر وخت یی هم راڅخه ونیو، د دغی نظریې د مولف دژوند او پیژندنې  فرصت پاتې نشو، ما ویل راځئ نورې پاتې خبرې په لیکلې بڼه شاګردانو ته ورسوو، نو ځکه یې د ټولو لوستونکو په اجازه، ستاسو د درنې پاڼې له لارې دوی ته اوروم:

(معلمانو ته ځینې وخت تش سپېره دیوال هم د ټولګی تخته ښکاري!)

جيمز بوکانان/بوچانان (James M. Buchanan) په ١٩١٩ م .کال د  اکتوبرپه درېیمه، د امريکې د متحده ايالاتود تینسی Tennessee ايالت د مور فريز بورو په ښارکې  نړۍ ته سترګې پرانيستي دى، په ١٩٤٠ م. کال کې يې د تېنسی له پوهنتون څخه لسانس او په ١٩٤٨ م. کال کې يې د شيګاګو له پوهنتون څخه دوکتورا ترلاسه کړه،  وروسته بيا په ١٩٥٤ م .کال کې د وير جينيا په پوهنتون کې د اقتصاد استاد شو او ورسره په سياسي اقتصاد کې د توماس جفرسون د مرکز مدير هم و. په ١٩٦٢ م . کال کې يې د اختيار  يا واک ورکولو د محاسباتو د اثر په ليکلو سره د عمومي انتخاب نظريه رامنځته کړه او د عمومي انتخاب تر عنوان لاندې يې يوه مجله هم خپره کړه. هغه په ١٩٦٣ م. کال کې د جنوب د اقتصاد د ټولنې رئيس او په ١٩٧٢ کې د امريکې د اقتصاد پوهانو د ټولنې مرستيال شو او په ١٩٨٠ م. کې د مونت پلرين د موسسې د اجرائيه کمېټې غړى شو.  پروفیسور بو کانان په ډېرو هېوادو کې د (public choice) په هکله د معلوماتو او توضيحاتو په ورکولو سره وپېژندل شو او د عمومي يا عامه انتخاب نظريه يې د اقتصاد د يوې مهمې موضوع په توګه ثبت کړه . دغه نظريه همدا اوس هم دعامه اقتصاد (Public Economics )د درسي کتاب يو مهم څپرکى دى . نوموړی د ۹۴کلونو په عمر د ۲۰۱۳م. کال (شپږکاله مخکې) د جنوری په نهمه  نیټه له نړۍ څخه سترګې پټې کړی، نوم یې د تل لپاره د نړۍ دنوبلستانو په کتاب کې ولیکل شو. جیمز په ۱۹۸۶م. کال په اقتصادی علومو کې د نوبل د جایزې( Nobel Memorial Prize in Economic Sciences) وړونکی شوی و. په امریکې کې نه یواځې دا چې ورته ډیر درناوی کیږی، بلکې د ده په نوم هر امریکایی ویاړي. درانه خاطرات یې د شیکاګو پوهنتون کې ثبت دي. پورتنی انځور یې په ۱۹۱۰م. کال کی د امریکې متحده ایالاتو کې اخیستل شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *