تاند، جمعه، د عقرب ۱۷مه: د پوهنې سرپرست وزیر میرویس بلخي نن په کابل کې جوګیانو د اته سوه کورنیو یو کمپ ته ورغلی او ژمنه یې ورسره کړې ده چې ماشومانو ته به یې د زده کړو اسانتیا برابروي.

ښاغلي بلخي تر دغې لیدنې وروسته پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، الله پاک ټول انسانان له یو ظرفیت سره پیدا کړي دی خو اشرافیت او یا د یو قوم محرومول عادلانه کار نه دی.

ښاغلي بلخي ویلي، په دغه کمپ کې ۳۲۰۰ ماشومانو ته د زده کړو اسانتیا برابروي چې یو وخت به د افغانستان د حکومت مهم غړي وي او ډېر ژر به ورته د ښوونځي یوه الحاقیه پرانیزي.

ړدا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت جوګیانو ته د افغانستان تابعیت نه ورکوي چې له همدې کبله له ټولو بشري اسانتیاو او خدمتونو څخه محروم پاتې دي.

دا قوم د افغانستان په ښارونو او کلیو کې د خیرات په غنمو، اوړو او پیسو ژوند تېروي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *