تاند، جمعه، د عقرب ۱۷مه: د ملي دفاع وزارت وايي، داعش ډله په افغانستان کې د نابودۍ په حال کې ده.

دغه وزارت تاند ته نن جمعه په یوه استولې خبرپاڼه کې ویلي، د دفاع وزارت مرستیال یاسین ضیا، د ملي امنیت لومړی مرستیال عبادالله عباد او د ناټو ځواکونو قومندان جنرال سکاټ مېلر نن د ختیځو ولایتونو د امنیتي وضعیت د ارزونې لپاره تللي وو.

دې سفر په ترڅ کې د ملي دفاع وزارت مرستیال جنرال یاسین ضیا ویلي: (( نن ورځ د افغان ځواکونو د سرښندنو او قربانیو په بدل کې داعش ډله په افغانستان کې له ماتې سره مخ شوې او د نابودۍ په حال کې ده.))

دا په داسې حال کې ده چې له نږدې یوې نیمې میاشتې راهیسې افغان ځواکونو په ننګرهار اچین ولسوالۍ کې د داعش پر ضد عملیات پیل کړي دي او ادعا کېږي چې ۹۵ سلنه دا ولسوالي له داعشیانو پاکه شوې ده.

همدا راز څو ورځې وړاندې د ننګرهار ولایتي ادارې د ۲۰ وسله والو یوه ډله هم رسنیو ته وښودله چې زیاتره بهرنیان هم په کې وو او دوی له داعش ډلې څخه د افغان ځواکونو خواته د تسلیمۍ لپاره راتښتېدلي وو.

داعش ډلې لومړی په ننګرهار ولایت کې خونړي فعالیتونه پيل کړل چې امریکا پرې د بمونو مور هم وکاروله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *