تاند، جمعه، د عقرب ۱۷مه: افغان حکومت د تاوتریخوالي کمولو او د اوربند د اعلان په بدل کې د طالب بندیانو د خوشې کولو په اړه چمتووالی ښودلی دی.
د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وايي، حکومت یوې باعزته سولې ته پیاوړی هوډ لري، خو ټینګار کوي چې د تاوتریخوالي کمېدل، اوربند او له افغان دولت سره د طالبانو مخامخ مذاکرات پيلول د اعتماد سازۍ لپاره خورا مهم دي.
ښاغلي دانش زیاته کړه، د قانون په چوکاټ کې دوی چمتو دي چې مهم طالب بندیان خوشې کړي، مګر په بدل کې یې طالبان هم باید د اعتماد سازۍ لپاره یو څه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې داسې راپورونه ورکړل شول چې طالبانو له زلمي خلیلزاد څخه غوښتي وو چې د انس حقاني او حافظ رشید په ګډون اتیا طالب زندانیان ورته له افغان زندانونو خوشې کړي، خو حکومت په دې اړه توند غبرګون وښود او زیاته یې کړه انس حقاني خپل افغانان وژلي او د هغه په اړه خبرې ورته سرې کرښې دي.
طرح رئیس جمهور اشرف غنی بهترین طرح است که حداقل برای اغاذ مذاکرات صلح آتشبس دوجانبه شود و طالبان باید صداقت شان برای اینکه آماده صلح هستند به ملت افغانستان منطقه ، و جهان توسط آمادگی برای آتشبس با دولت جمهوری اسلامی افغانستان ثابت بسازند ، در غیر آن مذاکرات صلح معنی واقعی ندارد .