ګلاب بهار

سیاسll سیاست علم د سیاسي، اقتصادي، فردي او ټولنیزو اړخونو لوستنه او څېړنه په ځان کې رانغاړي. د سیاسي، اقتصادي، فردي او ټولنیزو اړخونو لوستنه له انسان سره دا مرسته کوي، څو هغه نړۍ چې پکې ژوند کوي، په غوره توګه وپېژني او د خپل مبهم راتلونکي لپاره غوره لارې چارې وټاکي، چې په نتیجه کې یې په خپل ژوند کې لوی او کوچني بدلونونه راولي.

د سیاست د علم پخوانۍ مانا چې یوازې یې د حکومت او دولت د څېړنې او لوستنې علم ګاڼه، اوس د منلو وړ نه ده، ځکه چې سیاست په ټولنه کې غیري رسمي جوړښتونه او سیاسي سلوک هم تر څېړنې لاندې نیسي، ځکه خو پر همدې بنسټ د سیاست علم پوه کاتلین پر دې عقیده و، چې سیاست د انساني ټولنې له جوړښت او څېړنې سره سره، د ټولنې سیاسي ژوند هم څېړي. همدارنګه دوژوونال سیاست د ټولنې د غړو ترمنځ د اړیکو علم بولي. پس ویلی شو چې سیاست په ټولنه کې غیري رسمي جوړښتونه او سیاسي سلوک هم تر څېړنې لاندې نیسي او د سیاست د علم د لوستنې ساحه د بشري ټولنې د سیاسي ژوند ټول اړخونه څېړي او د انسانانو تر منځ د سیاسي اړیکو څېړنه هم په خپله د سیاست علم دی.
د سياست لغوي مانا: د سياست کلمه د امارت په وزن د ساس يسوس، د قال يقول په وزن سره د مصدر صيغه ده، چې مانا يې اصلاح کول او ښايسته کول دي او په انګليسي ژبه کې د (politics) کلمې په نوم منل شوی، چې د ملکي، ملي او حکومتي سياست لپاره استعماليږي. په حقيقت کې د (politics)  کلمه يوه يوناني کلمه ده چې له (police) نه اخيستل شوې او مانا يې ښاري حکومت ده. همدارنګه دغه يوناني کلمه په يوناني ماناګانو سره د ديارلسمې پيړۍ په اوايلو کې په فرانسوي ژبه کې هم د استعمال وړ وګرځېده، چې په هغه عصر کې د سياست مانا هم پر ښاري حکومت باندې د فن او پوهي حاصلول وو.
د سياست اصطلاحي پېژندنه: د سياست اصطلاحي پېژندنې په هکله باید ووایو، چي سیاست بېلابېلو علماوو په بېلابېلو عبارتونو تعریف کړې، چې له یو څو څخه یې په لاندې ډول یادونه کوو:
اول- اسلامي سیاست پوه ابن خلدون (رح) ليکي چې سياست او حکومت د مخلوق د ساتنې او د هغوی د ګټو د کفالت نوم دی، چې دا ډول سياست د خدای (ج) نيابت دی چې د هغه پر بنده ګانو د هغه عزوجل احکام نافذ کړای شي.
دویم- امام راغب اصفهاني د سیاست په پېژندنه کې دری ګوني نقاط ذکر کړي، چې په سیاست کې باید لاندې نقاطو ته پاملرنه وشي:
الف: سیاست باید د ځمکې پر مخ ساختماني او عمارتي تمدنونه رامنځته کړي.
ب: په سیاست کې باید د الله تعالی ټول احکام نافذ شي.
ج: په سیاست کې باید غوره اخلاق اختیار کړل شي.
درېیم- افریقايي عالم ابن منظور سیاست د یو شي د اصلاح کولو لپاره کلک ملاتړ او ودرېدلو ته وایي.
څلورم- ابن خلدون سیاست هغه څه بولي، چې د خلکو د ساتنې او د هغوی د ګټې د ساتنې ضامن واوسي.
پنځم- الماني سیاست پوه ګرېس د سیاست علم د دولت د یو قدرت لرونکي ادارې په حیث پېژني او د دولت ظهور، د دولت جوړښت، قلمرو، نفوس، د دولت موخه، د دولت اهمیت، د دولت اقتصادي مسایل او د دولت مالي برخو مطالعه په سیاست پورې محدودوي.
شپږم- بلانچري سیاست هغه پوهه بولي، چې د بحث او مذاکرې موضوع يې د حکومت د نظام جوړول وي.
اووم- ماکس وېبر سیاست په نظام کې د ګډون کولو او د نظام په تخصیص کې د نفوذ لپاره د کوښښ کولو په توګه پېژني.
اتم- نولي بیا سیاست په لاندې توګه تعریفوي:
الف: سیاست د قدرت لپاره له مبارزې څخه عبارت دی.
ب: سیاست له شته امکاناتو څخه ښې ګټې اخیستلو ته وايي.
ج: سیاست پر انسانانو باندې له حکومت کولو څخه عبارت دی.
نهم- د سمویک په آند د سیاست علم حکومت لرونکې ټولنې څېړي، چې غړي یې تر ټاکلو قواعدو او مقرراتو لاندې ژوند کوي.
لسم- سیاست یانې پر دې پوهېدل چې څوک یې ګټي؟ څه شی ګټي؟ په کوم وخت کې یې ګټي؟ څنګه یې ګټي؟ او ولې یې ګټي؟
یوولسم- ټولې هغه هڅې چې د دولت د واک لاسته راوړلو او بیا د ساتلو لپاره ورڅخه ګټه اخیستل کېږي، عبارت له سیاست څخه دي.
دوولسم- د لوی افغانستان وتلي سیاسي مشران د سياست په هکله داسې وايي: ((سياست جهانداري ده، په دې مانا چې سياستوال په يو کوچني قوم، مذهبي او سيمه یيزي ډلې پورې تړلې نه وي، بلکې د ټول بشريت د خير، ښېګڼې، سوکالۍ او عدالت فکر لري)).
دیارلسم- کارلتون کريستول او اندرسن امريکايي سياست پوهانو په خپل کتاب (د سياست له علم سره اشنايي) کې سياست په دې ډول تعريف کړی دی: ((سياست د ټولنيزو علومو له څانګې څخه هغه څانګه ده، چې په ټولنه کې د سازمانونو، حکومتونو او دولتونو اړونده مسايل مطالعه کړي)).
څوارلسم- و.ا.ا لينين سياست داسې تعريف کړی دی: ((سياست موخې او موخو ته د رسېدو لارې چارې دي، چې يوه اجتماعي طبقه يې د خپلو ګټو د تامين لپاره تعقيبوي)).
پنځلسم- فيودور بورلانسکي په خپل اثر (سياسي قدرت او دولتي ماشين) کې چې د سياست د علم په برخه کې مارکسيستي اولينينستي تأليف دی او په شوروي کې چاپ او نشر شوی، سياست يې په دې ډول تعريف کړی دی: ((د قدرت مفهوم، د سياسي تيورۍ محور او د سياسي پروسو مطالعه مشخصه ده، چې دغه مفهوم د سياسي نهادونو او سياسي جنبشونو د درک کيلي په خپله سياست ده)).
پس که وغواړو چې د سیاست په اړه څه ناڅه بشپړ تعریف وکړو، نو ویلای شو چې سیاست هغه سوله ییز یا غیري سوله ییز مشرتوب دی، چې د وګړو ترمنځ پر اړیکو، ډلو او ګوندونو د هېواد په د ننه کې پر حکومتي چارواکو او د دولتونو ترمنځ پر اړیکو باندې واکمني ولري. یا هم سياست د هغو اصلاحي او جمعي هڅو نوم دی، چې د موجوده ټولنیز نظام د اصلاح او يا مطلوب نظام ته رسېدو په منظور تر لاس لاندې نيول کېږي.
د اسلامي پوهانو له نظره د سیاست پېژندنه: امام محمد غزالي (رح) د سیاست پېژندنې په اړه وایي: ((سیاست د الله تعالی د مخلوق اصلاح او هغې لارې ته لارښوونه ده، چې د دنیا او اخرت د خلاصون لامل ګرځي)). همدارنګه دی وایي: ((سیاست هغه پوهه او تدبیر دی، چې د ژوندانه د وسایلو او د هغوی پر چارچاپېره د افرادو او ټولنو ترمنځ د مینې، یووالي او یو له بل سره د مرستې د پیدا کېدو لامل ګرځي. ابن خلدون د سیاست د پېژندنې په اړه وایي: ((حکومت او سیاست د انسانانو د ساتنې او د هغوی د ګټو د کفالت او ضمانت نوم دی. له دې تعریف څخه دا جاج اخیستل کېږي، چې اسلامي سیاست د حکومت او سلطنت له هغې تګلارې سره سروکار لري، چې له مخې یې عامه ګټې بشپړیږي او د الله تعالی د بنده ګانو په حالت کې غوره والی پیدا کوي. حضرت ابو الوفا ابن عقیل بغدادي رحمه الله علیه د سیاست په اړه وایي: ((سیاست د هغو تدبیرونو نوم دی، چې د هغو په واسطه خلک له یو بل سره د اصلاح او مصلحت پر لور نږدې کېږي. فساد او خرابي له منځه وباسي)). حضرت شاه ولي الله دهلوي رحمه الله علیه د سیاست په اړه وایي: ((سیاست د حکمت نوم دی او له هغو تدبیرونو څخه غږیږي، چې د هغو په واسطه د خلکو ترمنځ د اړیکو ساتنه کېږي)). علامه ابوالبقي حنفي رحمه الله علیه سیاست داسې تعریفوي: ((هغه تګلاره چې د انسان د ښېګڼې او غوره والي په اړه د اوس او راتلونکي لپاره ضمانت وکړي، له سیاست څخه عبارت ده)). ابن منظور افریقایي رحمه الله علیه وایي: ((د یو شي د اصلاح او سمون لپاره ملا تړل او کلک درېدل عبارت له سیاست څخه دي)). له دې تعریف څخه داسې معلومیږي، چې سیاست هغه کلک دریځ دی چې د وګړو د اصلاح او سمون لپاره هلې ځلې کوي. یانې سیاست کلک دریځ؛ نه دروغ او فریب. ابو الحسن ماوري رحمه الله علیه د سیاست او حکومت په اړه وایي: ((د اسلامي حکومت یو ډول مشرتوب، چې د دین پر ساتنې او د دنیا پر سیاست باندې ولاړ دی، اسلامي حکومت د دین له ساتنې څخه وروسته د دنیا په چارو کې برخه اخلي، چې دا له سیاست سره تړاو لري)). د ده له پېژندنې څخه داسې پایله لاسته راځي، چې د اسلامي حکومت لومړۍ دنده د دین ساتنه ده او کله چې د دین ساتنه بشپړه شوه، بیا نو د دنیا چارو ته وردانګي او د دنیا په چارو کې بیا له سیاست څخه کار اخلي.
د فقهاوو له نظره هم د سياست روښانه مفهوم د اصلاحي تدبيرونو خوښول او کسبول، د حکومت نظم او غوره چارې پر مخ بېول دي. ابن عابدين وايي: ((سياست پر هغو ټولو لارو چارو او تدبرونو باندې صدق کوي، چې الله تعالی د خپلو بنده ګانو د اصلاح لپاره مشروع کړي دي)). ابن نجيم رحمه الله علیه هم د سياست په اړه پر همدې نظر دی، خو د فقهې په کتابونو کې د سياست کلمه په عمومي ډول د (تعزيري سزاګانو) لپاره کارول شوې ده، هغه چې د قرآن او سنتو له ښکاره نصوصو څخه په ډاګه شوي نه وي، خو د شرعي قواعدو مطابق وي او مقصد يې د ټولنيز مصلحت مراعات او د فساد له منځه وړل وي؛ خو په اسلامي سیاست کې سیاست باید د ظلم، نفس پالنې، دروغو، چل او فریب، مکر، خطا ایستلو او له فساد څخه بشپړ او سپېڅلی وي.
سیاسي اندونه او تګلارې باید د اسلامي ارونو پر بنسټ وي او د قران کریم او حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د سنتو، لارښوونو او ارشاداتو له مخې عیار شي، چې پر همدې بنسټ سیاست د هغې پوهنې نوم دی چې د خلکو ترمنځ ورورولي، مینه او یووالی پيدا کوي او په ټولو مسایلو کې اصلاح، تنظیم او ښکلا راولي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *