راپور: راز خوږیاڼی 

نېټه:  ۱۳۹۸ د لړم ۱۷مه

سپین غر ادبي بهیر یارانو خپله دوه دېرشمه ادبي ناسته وکړه، یاده ناسته چې پۀ خوږیاڼیو کې د سپین‌غر ادبي بهیر د غونډو پۀ تالار کې تر سره شوه، دریځ چارې یې وسیع الله ګوهرخېل او شریف الله خاکسار سمبالولې، د شېر بهادر طاهري لۀ خوا د قرآنکریم د څو مبارکو ایاتونو پۀ تلاوت سره پیل شوه.

د غونډې مشري محمد صدیق خوږیاڼي کوله او د مېلمه څوکۍ استاد رحیم الله ارماني ته ځانګړې شوې وه.

د تېرې ناستې راپور چې راز خوږیاڼي لیکلی وو، محمد غوث نوري ولوست چې د ګډونوالو له خوا خوښ او په زړۀ پورې وارزول شو.

پیلیزه وینا د بهیر مشر محمد صدیق خوږیاڼي وکړه، هغۀ پۀ خپلو خبرو کې د کمېټو پر جوړښت وغږېد او د ځینو بهیروالو د کتابونو پر چاپ یې ټینګار وکړ، خوږیاڼي زیاته کړه د بهیر فعالیتونه باید لا وغځېږي او یوازې تر اوونیزو ناستو محدود پاتې نۀ شي، کوښښ باید وکړو د بهیروالو تذکره، شعري غورچاڼ او ځینو بهیروالو شعري ټولګې چاپ او د مینه‌والو تر ګوتو ورسوو.

وروسته ازاده مشاعره وشوه، چې رحیم الله ارماني، استاد شمشېر خوږیاڼي، محمود ځلاند، ادریس فقیر، موسی دلسوز، جان‌ولي ثاقب، نهایت الله مخلص، پروېز نوري، رحیم الدین رحیمي، مسکین‌یار دانش، اصف خان، جمشېد تکل، حمیدالله خوږمن، جانان خدرخېل، شېربهادر طاهري، محمد غوث نوري، محمد عارف خوږیاڼي، نجیب الله امیري، بهرام خان زهیر، بشیر احمد حقیار، غفران قایل، نثاراحمد سېلاب، رحمان الله نوراني، راز خوږیاڼي، بریال وزیروال، بشیراحمد احمدي، هدایت الرحمن ډاډ او وسیع الله ګوهرخېل پکې خپل او د نورو شاعرانو انتخابي شعرونه د ناستې ګډونوالو ته واورول، چې د ګډونوالو لۀ خوا یې د تودو چکچکو پۀ بدرګه تود هرکلی وشو، مشاعره کې ځینو ملګرو له خوند او شرنګه ډک ترنمونه هم وکړل چې غونډې ته یې ځانګړې ښکلا ورپه برخه کړې وه.

لۀ مشاعري وروسته محمد غوث نوري د ارزونې پۀ موخه دریځ ته وبلل شو، هغۀ پۀ ټوله کې مشاعره ښه او پۀ زړۀ پورې و ارزوله او د هر ملګري پۀ اړه یې ځانګړې خبرې او سپارښتنې وکړې، د ځینو ملګرو د انتخاب او لوړ ذوق ستاینه یې وکړه، لۀ ترنم ویونکو یې غوښتنه وکړه چې باید د شعر تر پایه پۀ یوۀ طرز کې پاتې شي او هم یې د بل چا لۀ تقلیده منع کړل، د خپلې ځانګړې لارې او ښۀ شعر د انتخاب سپارښتنه یې ورته وکړه، نوري د خپلو خبرو پۀ پای کې لۀ ځینې ګډونوالو غوښتنه وکړه چې د ډېرو اوږدو شعرونو لۀ راوړلو دې ډډه وکړي، تر څو مشاعره ستړې کوونکې نۀ شي. یاده دې وي چې محمد غوث نوري ژمنه وکړه راتلونکې اوونۍ به خپل غزل کره کتنې ته وړاندې کوي.

دغه ادبي ناسته غرمه مهال د قاري نجیب الله امیري پۀ دعایه پای ته ورسېده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *