تاند، یکشنبه، د عقرب ۱۹مه: د افغان – ترک لېسو زده کوونکو د انتالیا په یوولسم علمي المپیاد کې د سرو زرو د ۵ مډالونو په شمول ۱۸ مډالونه وګټل.

 افغان زده کوونکو په دغو علمي سیالیو کې د ریاضي، بیولوژي، انګلیسي او ترکي ژبې په برخو کې ۵ د سرو زرو، ۵ د سپینو زرو او ۸ د برونزو مډالونه ترلاسه کړل.

 نصیب الله اندړ په دغو سیالیو کې تر ټولو غوره افغان زده کوونکی شو چې ۳ د سرو زرو او یو د برونزو مډال یې واخیست.

 افغان زده کوونکو د دغو سیالیو په ترڅ کې د نړۍ په کچه د ترکي او انګلیسي ژبو برخه کې لومړی مقام ترلاسه کړ.

 د ترکیې په کوربه توب انتالیا علمي المپیاد کې د ۱۳ هېوادونو ۱۱۰۰ زده کوونکو برخه اخیستې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *