ایا طالبان به له تاوتریخوالي لاس واخلي او د سولې مذاکراتو ته به حاضر شي؟

افغان حکومت تازه یوه اوه ماده ییزه طرحه چمتو کړې چې کولی شي د سولې پروسې په اسانتیا کې مرسته وکړي او تاوتریخوالی پای ته ورسوي.

د دې طرحې لومړی تمرکز په کورنۍ اجماع دی چې بیا سیمه او نړۍ هم له ځان سره رانغاړي.

د دې طرحې په تطبیق سره تاوتریخوالی کمیدلی شي او سولې پروسه اسانه کیدلی شي.

افغان حکومت دا طرحه رسنیزه کړې او کار کوي چې د دې طرحې سیمه ییز او نړیوال ملاتړ راجلب کړي.

دا طرحه په ټوله کې له هغې موادو او مشورو جوړه ده چې لوی مشورتې جرګه کې افغان دولت ته د جرګې ګډون کوونکو ورکړې وې.

د دې طرحې جوړول دا ښيي چې افغان حکومت سولې ته جدي اراده لري او په دې لار کې هر هغه خنډ له مخې پورته کوي چې د سولې پروسه سبوتاژ کوي.

ولسمشر محمد اشرف غني چې د المان فدرالي دولت وزیر او د افغانستان او پآکستان لپاره د المان ځانګړي استازي سره یې لیدنه درلودله ټينګار وکړ چې د افغانستان د سولې پلان باید موږ جلا نه، بلکې یو ځای کړي او زموږ د سولې اوه ماده یي پلان د ملي او بین المللي اجماع نویوالی دی چې افغان دولت پرې کار کوي.

د سولې پروسې مالکیت او رهبري باید د افغانانو په لاس کې وي او هغه څه چې په تېر کې پېښ شوي موږ یې باید په دقیق ډول وارزو او د راتلونکي پلان لپاره د شرایطو بدلون په پام کې ونیسو.

ولسمشر په دې لیدنه کې ویلي چې د تاوتریخوالي د لمنځه وړلو، مذاکرې او اوربند لپاره مهمه ده چې د پایداره سولې تامین شرایط برابر شي او له ډيالوګ پروسې د ملاتړ لپاره د المان د رول مننه کوو

په دې لیدنه کې د افغانستان او پاکستان لپاره د المان ځانګړي استازي مارکوزپوتزل وویل، المان ته سوله او د دې پروسې ملاتړ مهم دی او هیله لرو چې د افغان حکومت او د هغوی د متحدینو هڅې د سولې لامل شي.

هغه د افغان حکومت د سولې پلان د ستاینې ترڅنګ وویل: زموږ د هڅو پایله باید دا وي چې د حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ مذاکرات پیل شي.

اوس چې ټوله نړۍ طالبان د تاوتریخوالي مسوول بولي، ټینګار کیږي چې طالبان دې تاوتریخوالی کم او د سولې په خبرو دې تمرکز وکړي.

د تاوتریخوالي کمیدل او د اوربند غوښتنه د ټولو افغانانو ده، خو دا چې طالبانو د پردیو اجنډا مخ ته وړي، حاضر نه دي چې تاوتریخوالی پای ته ورسیږي.

د هرې سولې وړاندې لومړی اوربند وي چې پر یو بل باور زیات شي، خو دا چې طالبان په سوله باور نه لري، د سولې په خبرو کې یو قدم هم مخکې نه ځي او تل یې شاتګ کړی دی.

تاریخ هر څه څاري او و به لیکي چې طالبانو د بل په دستور جګړې ته دوام ورکو او د اکثریت افغانانو د اوربند او سولې غږ یې نه اوریده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *