تاند، یکشنبه، د عقرب ۱۹مه: د بدخشان د کرنې ریاست وايي، سږ کال د دغه ولایت د چارمغزو حاصلات ۶ زره ټنو ته رسېدلي چې د تېر کال په پرتله ۳ چنده زیاتوالی په کې راغلی دی.
د بدخشان د کرنې امر نصیر احمد احمدي وايي، تېر کال د چارمغزو حاصلات په دغه ولایت کې ۲ زره ټنه وو، خو سږ کال دا کچ ۶ زره ټنو ته لوړ شوی دی.
نوموړی په بدخشان کې د چارمغزو د حاصلاتو ډېرېدوعلت د حکومت د بڼوالۍ تشویقي برنامې ښيي، خو د بدخشان بڼوال بیا وايي، که څه هم حاصلات یې زیات شوي، مګر دچارمغزو بازار خراب دی او بیې یې هم رالویدلې دي.
د کرنیزو چارو شنونکي بیا وايي، حکومت بایدپه کور دننه د بڼوالو د تولیداتو د بسته بندۍ او بازار موندنې لپاره لاس په کار شي.
دا مهال په هېوادکې د بدخشاني چارمغزو بیه په بازار کې ۱۰۰۰ افغانۍ ده.