مارک میلې

تاند، دوشنبه، د عقرب ۲۰مه: د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي ټینګار کړی چې سرتېري به یې څو کاله نور هم په افغانستان کې پاتې شي.

جنرال مارک په یوه تازه مرکه کې ای بي سي تلویزیون ته ویلي، امریکايي سرتېري افغانستان ته د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره استول شوي چې دا ماموریت یې له پای ته نه دی رسېدلی.

ښاغلي مارک زیاته کړې، د دوی ماموریت به هله بریالی شي چې افغان حکومت او ځواکونه د خپل کورني امنیت د ټینګولو جوګه شي او پرېنږدي چې ترهګر د افغانستان له خاورې څخه په امریکا او نورو هېوادونو بریدونه وکړي.

ښاغلي میلي څرګنده نه کړه چې ځواکونه به یې څو نور کلونه په افغانستان کې پاتې شي؟ خو تر دې وړاندې د امریکا لوړپوړو چارواکو ویلي وو چې په افغانستان کې د امریکایانو  حضور په شرایطو او د سولې په تړون پورې تړلی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *