تاند، دوشنبه، د عقرب ۲۰مه: دفاع وزارت وايي، د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې ورته ۹ داعش جنګیالي تسلیم شوي دي چې پاکستاني وګړي هم په کې شته.
دفاع وزارت تاندته په یوه استولې خبرپاڼه کې ویلي، دغه داعش جنګیالي د تصفیوي عملیاتو پر مهال کمانډو ځواکونو ته تسلیم شوي دي.
خبرپاڼه وايي، په تسلیم شویو ۹ داعشیانو کې ۱ ښځه او ۴ ماشومان هم شامل دي او همداراز په کې یوه ښځه او نارینه پاکستاني وګړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د کورنیو چارو سرپرست وزیر ننګرهار ته د یو سفر په ترڅ کې ویلي وو، داعش ډله په افغانستان کې په بشپړ ډول ماته شوې او نه شي کولی چې پټنځای پیدا کړي.