د طالبانو د ملا هیبت الله ډله په قطر کې له امریکا سره د سولې په تړاو له خبرو ناخبره وه او له همدې کبله یې د قطر ډلې سره مخالفت راپورته شوی او ملا برادر یې په معامله ګرۍ تورن کړی دی.

تېر ورځ (جمعه) د ملا هیبت الله په مشرۍ د طالبانو یوه ډله د اماراتو په ابوظبۍ ښار کې د افغان حکومت له استازو سره د سولې په تړاو ناسته وکړه.

د ملا هیبت الله ډله چې د کویټي شورا او د زیات شمېر ولایتونو قومندان پکې شامل دي، قطر کې له امریکا سره خبرو کې حاشیه کې ساتل شوي و، او هیڅ ډول جزیات ورسره د قطر دفتر نه دي شریک کړي.

کله چې د ملا هیبت الله ډله پوه شوه چې له امریکا سره خبرې کیږي او جنګي طالبان او د کویټې شورا په جریان کې نه ده، همغه و چې د کابل شش درک کې یې پر امریکایانو برید وکړ او دا خبرې یې لغوه کړې.

پر امریکایانو د ملا هیبت الله ډلې برید د قطر دفتر له سختو نیوکو سره مخ شو او طالب مشرانو یو بل ته سپکې او بد رد ویلي دي، همغه و چې دا ډله په دوه مسیرونو لاړه، ملا برادر ډله له امریکا او د ملا هیبت الله ډله غواړي له افغان حکومت سره خبرې وکړي.

پاکستان او قطر د ملا برادر ملاتړ کوي، او له همدې کبله ویره لري چې سعودي او متحده عربي امارات له ملا هیبت الله سره اړیکې لري او هڅه به وکړي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ منځګړتوب وکړي.

نو د دې لپاره چې د طالبانو ډله د پاکستان او قطر له انحصار و نه وځي، هڅه دا ده چې ملا برادر ډله د سولې سرلارې پریکړه کوونکي وبولي، خو کویټې شورا او جنګي قومندانان له قطر ډلې سره مخالف دي، لامل دا دی چې د قطر ډله هیچا سره مشوره نه کوي، خپله تصمیم نیسي او نورې ډلې هیڅ ډول تصمیم نیونکي نه بولي.

اسلام اباد ته د طالبانو سفر د همدې لپاره برابر شوی و، خلیلزاد او پاکستان په دې کې منځګړتوب کوي، چې دا ډلې سره یو کړي، تاسو ولیدل چې د اسلام اباد له سفر وروسته د طالبانو پلاوی کویټه پښور او ایبټ اباد کې پاتې شول، تر څو خپلمنځي خبرې وکړي او دا ډله له پآشل کیدو وژغوري.

کویټه کې د طالبانو د مشرانو پاتې کیدو یو لامل دا و چې که ملا هیبت الله مخالفت کوي او د قطر له دفتر سره پر لار نه ځي، نو طالب مشران او لوړپوړي چارواکي به له ملا برادر سره بیعت وکړي او ملا هیبت الله به عزل کړي.

خو د جګړې قومندانان بیا ملا برادر سره جوړ نه راځي او د ملا هیبت الله په مشرۍ باندې ټینګار لري، لامل دا دی چې ملا هیبت الله ټولو جنګي قومندانانو ته پيغام لیږلی چې د قطر دفتر د طالبانو په ټولې ډلې باندې امریکا سره معامله کوي.

اوس د دې لپاره چې ملا هیبت الله د سولې په خبرو کې حاشیه کې پاتې نه شي، ملا هیبت الله له افغان حکومت سره مخامخ خبرو لومړنۍ ناسته د جمعې په ورځ د اکتوبر په ۸مه نیټه وکړه.

دا ناسته د باور جوړونې لپاره وه او دوام به پيداکړي چې څنګه کیدلی شي افغان حکومت او طالبان یوې هوکړې ته ورسیږي.

One thought on “طالبان له دوه ادرسونو د سولې خبرې کوي| نوید احمد څرک”
  1. آشنا ټولی خبري مو لہ ځانہ لیکلې دي چي باور ډیر ورباندی مشکل دی. ……. دا لس کالہ خو ھم تاسی تحلیل گرو نارې وھلې چي ملا برادر لہ افغان دولت سرہ مخامخ خبرو تہ تیار دی …… او اوس بیا ملا برادر خبري نہ کوي. ….. تاسي ویل چي ملا هبت الله بې اختیارہ او تش پہ نوم مشر دی اصلي قیادت د حقاني شبکې پہ لاس کي دی او حقاني شبکه د پاکستان پہ لاس کي دہ. نن ھبت الله با اختیار او دومره زورور شو چی ټول مذکرات یې لغوہ کړل او د حقاني شبکې نوم نشان نشتہ.
    چي د خبری سر و پای مو نہ سرہ نشلي نو بہ څوک ستاسي پہ خبرو څہ باور وکړي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *