تاند، دوشنبه، د عقرب ۲۰مه: د افغان حکومت یو شمېر سرچینې وايي، پاکستان نن کابل ته یو پلاوی را استولی تر څو له افغان حکومت څخه له افغان سفیر سره په اسلام اباد کې د آی ایس آی د مشرانو لخوا د شوي بد چلند بخښنه وغواړي.

سرچینه د پلاوی د جزیاتو په تړاو څه نه وايي، خو زیاتوي چې دا پلاوی نن کابل ته رسېدلی او له بهرنیو چارو وزارت سره تر کتنو وروسته شاید له ولسمشر غني سره هم کېني.

سرچینه وايي، په دې پلاوي کې پخپله د پاکستان د استخباراتو مشر فیض حامد او د بهرنیو چارو وزارت مرستیال هم شامل دی.

سرچینه زیاتوي چې پلاوی به هڅه وکړي تر څو د کابل او پاکستان تر منځ په دې وروستیو کې ترینګلې شوې اړیکې د خبرو له لارې بیرته ورغوي او کېدای شي چې په کابل کې د پاکستاني سفارت لخوا د ویزو د ویش لړۍ هم بیرته پیل کړي

تېره اوونۍ افغان حکومت ویلي وو، پاکستاني استخباراتو یې په اسلام اباد کې له سفیر سره ناوړه چلند کړی او هغه ته یې توهین کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *