۱۳۹۸/۸/۲۰
د ننګرهار تداراکاتو کمیټې له لورې په تېرو ۸ میاشتو کې د ۲۳۰ قراردادونو په ارزونه کې څه باندې ۱۶ میلیونه افغانۍ سپما شوې ده .
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په مشرۍ د دې ولایت په اداري مجلس غونډه کې په مالي او اداري برخه کې د ولایت مرستیال د مالوماتو له مخې په تېرو ۸ میاشتو کې د تدارکاتو کمیټې له لورې د ۲۳۰ قراردادونو ارزونه شوې چې په کې څه باندې ۱۶ میلیونه افغانۍ سپما شوې ده .
یاده غونډه چې د لړم په شلمه ولایت مقام کې ترسره شوه،پر مهال یې ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په دې ولایت کې په راکړه ورکړه کې د افغانیو رواجولو په اړه د مسؤلینو له لورې د نظریاتو شریکولو او په اړه یې د لازم اقداماتو لارښوونه وکړه .
هغه همدا راز په دې ولایت کې د تدارکاتو په پروسې پر ګړندیتوب او شفافیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه،داسې مالومات ورسره شریک شوي چې د قراردادونو پر مهال ځینې کسانو ته شرط پاڼې نه ورکول کیږي او ځینو ته بیا د اعلان له نیټې هم وروسته ورکول کیږي چې دا چاره په هیڅ صورت ورته د زغم او منلو وړ نده .
ننګرهار والي همدا راز د ټولو ادارو مسئولینو ته سپارښتنه وکړه، چې د مالي کال بوديجه په شفاف ډول په لګښت ورسوي او د ولایت مستوفي ته يې لارښوونه وکړه، چې هره پنجشنبه د ګمرک عوايدو راپور ولایت مقام سره شريک کړي تر څو يې ولسمشرۍ ماڼۍ ته ولیږي.
د ولايت مستوفي ګل افضل نادري وويل، چې مالي کال په ختميدو دی او له ټولو ادارو يې وغوښتل، چې د خپلو حوالو مراحل طی کړي او ډاډ يې ورکړ چې د هیچا حوالې به پاتې نشي؛ ځکه دوی له وړاندې ټولو حوالو لپاره پلان جوړ کړی دی.
په ورخت وخت کې د تدارکاتو کمیټې په استازیتوب د ولایت مرستیال تمیم عارف مومند د ارزونې کمیټې د اته میاشتو راپور شریک کړ چې له مخې په یاده موده کې په ساختماني،لوجستیکي،کورونو،هټیو،منډویو،موټرو کرایې او یو شمیر نورو برخو کې د ۲۳۰ قراردادونو ارزونه شوې چې په کې ۱۶ میلیونه افغانۍ سپما شوې ده او ۴۰ نورې ارزونې هم لري چې په کې به میلیونونه افغانۍ نوره سمپا هم ترسره شي .
هغه زیاته کړه، اوس د پروژو د قراردادونو اعلانات د ننګرهار ورځپاڼې ترڅنګ ولایت مقام رسنیو دفتر فیسبوک او ویب سایټ او راډیو تلویزیون له لارې ترسره کیږي چې د قراردادونو لپاره د پخوا په توپیر تر دیرشو غوښتنلیکونه ورکول کیږي .
د ولایت په اداري مجلس غونډه کې پر یو شمیر نورو مهمو موضوعاتو هم خبرې اترې او لازمې سپارښتنې وشوې .
۱۹/۸/۱۳۹۸
ننګرهار والي او کورنيو چارو وزير بېلابېلو قشرونو سره په غونډه کې د مرکز او ولسواليو ستونزې واوريدې.
ننګرهار والي شاه محمود مياخېل او د کورنيو چارو وزير مسعود اندرابي، چې د ياد وزارت تاميناتي معین رياض الله درمل او يو شمېر نورو مسئولينو يې ملتيا کوله د جلال اباد ښاروالۍ په مېلمستون کې د ناحيو امرينو، ګذر وکيلانو، ځوانانو او يو شمېر نورو سره په غونډه کې امنيتي ستونزې واوريدې.
د يادو قشرونو په استازيتوب هما درانۍ، ډاکتر اسد الله خالز، ډاکتر ملکو خان، نجيب الله صاحبزاده، زلمي حقيار، ضیاء الدین همتمل او يو شمېر نورو د خبرو پر مهال د ناحيو او ګذر وکيلانو د امنيت تامين، غصب مخنيوي کې د پولیسو همکارۍ، د پولیسو تشکيل زياتوالي، د ولسواليو پوليس په ښار او د ښار پولیس په ولسواليو کې د ګمارنې، د مکافاتو او مجازاتو لړۍ پيل کولو، د دندې پر مهال پر پولیسو د مبايل کارولو بنديز، د پلټنو مرکزونه پياوړي کولو غوښتنې وکړې.
دوی همدا راز ښځينه پولیسو ګمارنه، د غلچکيو بريدونو مخنيوي، حوزو کې د رسمي شمېرو فعالولو، پاکستان قونسلګرۍ ته څېرمه په پولیسو کې د فساد مخنيوي، غير ثبت شويو سيمکارتونو او نشه يي توکو پلور مخنيوي، د پولیسو په تشکيل کې د سرپرستۍ لمنځه وړلو، د غير قانوني هندي ریکشاو تګ راتګ مخنيوی، خپلسرو هډو لمنځه وړل، د پولیسو او معاملاتو لارښوونو دفترونو همغږي کولو برخه کې وړانديزونه وکړل.
ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وويل، چې په دې ولايت کې د ولسي همکارۍ روحيه رامنځته شوې او ښه بېلګه يې په اوسنۍ غونډه کې د بېلابېلو قشرونو له لوري امنيتي ستونزې د حل په موخه شريکول او د همکارۍ ډاډ ورکول دي.
نوموړي زياته کړه، چې د امنيت په پراختيا کې د ولس ونډه مهمه ده او هیله يې وښوده، چې د پولیسو نوي رهبري به د پولیسو او ولس ترمنځ د باور فضاء غښتلي کړي.
کورنيو چارو وزير مسعود اندرابي وويل، چې د پولیسو په ليکو کې اساسي اصلاحاتو رامنځته کېدو لړۍ پيل شوې؛ خو اړتيا ده، چې په دې برخه کې ټول قانوني مراحل تر سره شي.
هغه ډاډ ورکړ، چې د پولیسو بېلابېلو برخو کې به د اصلاحاتو په موخه ځانګړي اقدامات تر سره شي او د جلال اباد ښار امنيت لا ډاډمن امنيت رامنځته کېدو په موخه نور سرتيري هم پر دنده وګماري.
ده زياته کړه، چې ښاري پولیسو لپاره يې په پلاز مېنه کابل کې دوه اوونيز روزنيز پروګرامونه پيل کړي، چې په کې خلکو سره د چلند او ښاري دندې په اړه روزنه ورکول کيږي.
کورنيو چارو وزير په قونسلګريو کې د پولیسو په ليکو کې د فساد مخنيوي او په بيړني ډول د ځينو ځآنګړو قضيو د څېړنو په موخه دې ولايت ته د پولیسو د څار او تحقيقاتي ډلو را ليږلو ژمنه هم وکړه.
په ياده غونډه کې په يو شمېر نورو امنيتي موضوعاتو او تدابيرو هم خبرې او بحثونه وشول.
۱۹/۸/۱۳۹۸
ننګرهار کې د ورشو ګانو تثبيت په موخه سروې او څېړنه کیږي
ننګرهار ولایت مرستيالې حبيبې کاکړ سره د ښار جوړونې، اراضۍ او کوچيانو رياست اړوند مسئولينو په دې ولايت کې د ورشو ګانو (څړ ځايونو) سروې او تثبيت په موخه ناسته وکړه او د همکارۍ غوښتنه يې وکړه.
د ولایت مرستيالې حبيبې کاکړ د ورشو ګانو تثبیت او سروې اړینه وبلله او مسئولينو ته يې په ټولو قانوني برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
ننګرهارولايت رسنيو_دفتر