لیکوال : شکرالله مخلص
د حامله توب (اومیندوارۍ) پرمهال باید دغو ټکو ته پاملرنه وشی…
1 – دغه مهال باید ښځی ته هغه خواړه ورکړل شی چی ویټامینونه او اجزاوی دواړه ولری.
2 – دغه مهال ښځه ډیره تږی کیږی نو باید اوبه لرونکی میوی ورکړل شی چی دزیاتو اوبو له څښلو څخه ډډه وشی .
3 – د حمل تابه پر مهال ځينی ښځی قبضیت پیداکوی نو دغه مهال باید قبض ماتوونی داروو ځکه ونه خوری چی جنین یی لمنځه ځی.
4 – د حامله توب پروخت باید بلاربه ښځه دځان اودهغو شیونو پاکوالی ته چی کاروی ډیره پاملرنه وکړی ، لکه د مخ ، غاښونه ، ورۍ، د تیونو سرونه اوپښی ، همدارنګه کالی ، بستره او نور , بایدپاك وساتی او په تړمو اوبه ولامبی.
5 – د حامله تابه پر مهال ښځه سپکی او پراخه جامی واغوندی او هغه پیزار وکاروی چی پوندی یی اوږدی نه وی.
6 – بلاربه ښځه باید روزانه ( روزمره ) له اتو 8 ساعتونو څخه زیات خوب ونکړی . خو دمه ( استراحت ) یی بدن ته ګټه رسوی ، او دلنګوال ( زیږون ) پر وخت د کوچنی پیداکیدل آسانوی.
7 – ښځه باید د کور کار ډیر په شوق وكړی چی ورزش ېی وشی خو باید ډیر ځان ستړی نه کړی یعنی کله چی ستړی کیږی باید دمه وکړی اوبیا کار او بیا دمه وکړی دغسی ورزش هم وشی او خپل کار یی هم ترسره شی.
8 – بلاربه ښځه باید په لومړیو 3 دریو میاشتو کی ترخپله وسه له داروګانو څخه پرهیز وکړی ځکه دغه لومړیو دری میاشتو كی ورته داروګان ډیر تاوان رسوی.
9 – تماکو ، سیګریټ ، او هر ډول نیشه دبلاربی ښځی لپاره ګواښ اوتاوان رامنځته کوی.
10 – بلاربه ښځه باید د حاملګی په لومړییو دری 3 میاشتو کی او آخيری پنځه شپږ اونیو کی له کوروالی ډډه وکړی , او د دی تر منځ پړاو کی بایدپه داسې ډول کوروالی وکړی چی دمیړه زور یی پر خیټه رانشی . غوره داده چی کوروالی په اړ خیز او یا داسی ډول وشی چی ښځه پر میړه دپاسه وی .
په درنښت
شکرالله مخلص