تاند، سه شنبه، د عقرب ۲۱مه: د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر اسفندیارولي خان وايي، له هند سره د پاکستان د کرتارپور بندر د پرانیستل کېدو هرکلی کوي خو ټینګار کوي چې له افغانستان سره هم باید پر فرضي کرښه د اغزن تار غځول ودرول شي.

نوموړی وايي، لکه څنګه چې پنجابیانو ته له هندي سیکانو سره د تګ راتګ وړیا اجازه ورکول شوه، دغه راز د ډیورنډ پر فرضي کرښه پراته دواړه غاړه قومونه هم حق لري چې یو تر بله ازادانه تګ راتګ وکړي.

نوموړی وايي، له افغانستان سره پر ډیورنډ فرضي کرښه د اغزن تار له غځولو سره مخالف دی او وايي، دواړه غاړو ته خپلوان او وروڼه قومونه د ازادانه تګ راتګ له حق څخه په زوره محرومېږي.

نوموړي وايي، له افغانستان سره باید پر فرضي کرښه تړل شوې دروازې هم پرانیستل شي تر څو اقتصادي او سوداګریزې راکړې ورکړې کې اسانتیاوې رامنځته شي.

پاکستان له هند سره پر واهګه بندر سربېره د کرتار پور بندر تېره ورځ پرانیست او دواړو غاړو قومونو ته یې د ازادانه تګ راتګ اجازه ورکړه، خو له افغانستان سره د ډیورنډ پر فرضي کرښه له یوې مودې راهیسې د اغزن تار غځولو هڅه کوي او په دروازو یې هم بې پاسپورټه تګ راتګ منع اعلان کړی دی.

پاکستان وايي، د ۲۰۲۰ کال تر پایه به له افغانستان سره د ډیورنډ پر فرضي کرښه ۲۳۰۰ کېلو متره تار وغځوي چې ۵۰۰ میلیونه ډالر لګښت به پرې راشي.

پاکستان وايي، دا کار د ترهګرو د تګ راتګ د مخنیوي لپاره کوي، خو کابل وايي، اغزن تارونه نه ولسونه بیلولی شي نه هم ترهګرو د تګ راتګ مخنیوی کوي، بلکې پاکستان دې په اسلام اباد او کراچۍ کې ترهګرو ته ورکړي مرکزونه وتړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *