علیپور

تاند، سه شنبه، د عقرب ۲۱مه: د میدان وردګو یو شمېر خلک شکایت کوي چې د نامسووله وسله والو قومندان عبدالغني علي پور په سیمه کې بې ګناه وژنې، لار شکونې او باج ټولونه پيل کړې ده.

دوی په یوه اعتراضیه غونډه کې وویل، قومندان علي پور په دې وروستیو کې څو بې ګناه کسان وژلي، خلک یې وهلي ډبولي او له ځینو څخه یې په زوره باج ټول کړی دی.

د میدان وردګو یو قومي مشر سید رحیم وايي، علي پور په دې وروستیو کې د فضل ربیع په نوم یو غریبکار کس په جلریز ولسوالۍ کې ونیو او په ډېر بې رحمانه ډول یې د هغه بدن ټوټې ټوټې کړ او کورنۍ ته یې ور واستولو.

ښاغلی ستار بیا وايي، قومندان علي پور د یو مشخص هزاره قوم د ساتنې په بهانه د میدان وردګو د دویم نمبر شاهراه پر سر پښتانه قومونه له موټرونو ښکته کوي او په ځورونه یې لاس پورې کوي.

ښاغلی ستار پر حکومت غږ کوي چې قومندان علي پور ژر تر ژره ونیسي او دهغه د جرایمو حساب ورسره وکړي ګني نوموړی په میدان وردګو کې شدیده قومي جګړه راپورته کړي.

حاجي صاحب الدین بیا وايي، په خپلو سترګو یې لیدلي دي چې د علي پور ملیشو په جلرېز ولسوالۍ کې درې کسان نیولي، په خپل شخصي زندان کې یې تشناب ته اچولي او شکنجه ورکوي.

مومن ملاخېل یو بل قومي مشر دی چې وايي، ښاغلي علي پور په میدان وردګو کې د عمراني پروژو د تطبیق مخه نیولې او خپلو ملیشو ته یې دولتي وسلې پیدا کړې دي: (( په دولت کې دننه ځینې کسان او کړۍ د ښاغلي عليپور مستقیم ملاتړ کوي.))

معترضانو په اخره کې یو پریکړه لیک هم صادر کړ چې په کې یې له حکومت څخه د قومندان علي پور د نیولو غوښتنه کړې ده.

قومندان علي پور څه موده وړاندې هم د دولت لخوا نیول شوی و چې بیا د یو ځانګړي قوم د مشرانو لخوا له تعهد اخیستلو وروسته خوشې شو.

One thought on “معترضان: قومندان عليپور میدان وردګو کې بیا وحشتونه پيل کړي دي”
  1. ټپوس دلته پيدا کيږي چه دا قومي مشران ولي د ځان ، د ځان دشتمنيو او خپل ناموس ساتنه په خپله نه کوي، حکومت هم نشي کولاي چه د هر کور مخي ته يو سرتيری ودروي.
    خو له بلي خوا هم دا خلک بيا په خپل منځ کي ورور وژني، تره وژني او ګاونډي وژني ته سر په لاس کي تيار ناست وي؛
    دا قومندان خو هم له اسمانه نه دي را لويدلي هغه هم ستاشانته سړي دي خو قاتل ده او قاتلان يي شاته ولاړ دي نو ته تر کله داسي ورته پروت يي
    هغه د د وردګو متل ده چه وايي: کلمه شاته پټ پټ مه ګوره مخ ورته راواړوه او ډز تري جګ کړه کنه تاخو بي له هغه هم وژني
    ته يوواري دا قومندان او ورسره ملاتړيو ته يي مخ ورواړه چه هغه په د پوه شي چه يو نر رکيب دلته شته او دومره ايمان لري چه ما له مننځه يوسي بيا هغه په تا نشي راتلاي.
    او که همداسي ورته پروت يي هغه بيا هم په تا راځي ځکه هغه په د ليار عادت شوي او چا يي مخه نه ده نيولي
    بښنه غواړم خبره مي سپينه درته وکړه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *