سهار شپږ بجې له خوبه راویښېږم، پلی تګ کوم، سهارنۍ خورم، وظیفې ته ځم او په همدې ډول مې ژوند ته دوام ورکوم. تاسې له خوبه څو بجې راویښېږئ؟ سهارنۍ څه ډول او له چا سره خورئ؟ هغه کارونه چې کوئ یې ترتیب او نظم یې څه ډول دی؟
که ټول مخاطبین یا لوستونکي د دغو پوښتنو ځوابونه ووايي او د ورځنیو کارونو په اړه یې توضیح ورکړي، یقیناً د هېڅ کس تجربه به د بل په څېر نه وي. فرض کړئ چې د دوو کسانو فعالیتونه بيخي سره ورته هم دي، کله چې دغه دوه کسه پلی تګ کوي، افکار یې توپير سره لري او د فکرونو توپير د دې سبب کېږي چې بېلابېلو څیزونو ته پاملرنه وکړي.
یو کس ونو ته ځیرېږي چې د سرکونو ترڅنګ ولاړې او پڼه ( اوبه شوي ) شوي دي او د لمدو خاورو بوی احساسوي او پر پاڼو پراته د اوبو څاڅکي یې پام ځان ته ور اړوي. بل کس د سرک بلې خوا ولاړ موټر ته پام کوي چې لاندې یې پیشو ناسته ده او آرام کوي.
نو په موږ کې هر یو له سهاره تر بېګا داسې څیزونه وینو، اورو او تجربه کوو چې له موږ څخه پرته یې بل څوک نه ویني، نه اوري او نه یې تجربه کوي. کله چې دغه ورځیني احساسات، مشاهدې او اورېدنې سره یو ځای شي، داستان جوړوي. دغه داستانونه او تجربې داسې ټکي او موضوعات لري، ښايي بل کس یې هېڅکله تجربه نه کړي. له بلې خوا خپله کس یې هم تر یوه ټاکلي وخت پورې په یاد ساتي چې بیا یې د ټولو تېرو خاطرو او احساساتو په څېر هېروي.
کاش چې د خاطرو او فردي تجربو مخه مو نیولی شوای چې له منځه لاړې نه شي او د هېرېدو مانع یې شو. نو پر همدې اساس یې باید ولیکو، هر هغه څه چې هره ورځ یې وینو، اورو او تجربو کوو، ویې لیکو. بې له شکه چې ټول نه شو لیکلی او نه یې ثبتولی شو، خو موږ خپله تر هر بل کس ښه پوهېږو چې څه ولیکو؟ څه هېر کړو؟ څه د ځان لپاره وساتو؟ او څه د نورو د لوستو لپاره خپاره کړو؟
په دې کار سره به مو ژوند خوندور، شېبې معناداره او تجربې ژورې شي. نو راځئ! دا پرېکړه وکړو چې نن لیکل پیل او ژوند مو پرې ښکلی کړو.کله چې ښې خاطرې او ښکلې شېبې ثبت او تلپاتې شي د دې سبب کېږي چې د ځان لپاره ښه احساسات خوندي کړو او هر وخت یې چې اړتیا وي د شېبو ښکلې کولو لپاره ګټه ترې واخلو، نو له همدې نن ورځې یې پيل کړئ، د ژوند ښکلې او غوره شېبې ولیکئ چې تلپاتې او د راتلونکو خوښیو لپاره پلمې شي.