د امریکا سفیر

تاند، سه شنبه، د عقرب ۲۱مه: په کابل کې د امریکا سفیر له افغان زندان څخه  د حقاني شبکې د دریو غړو د خوشې کېدو هرکلی کړی او دا یې د افغان حکومت یو شجاعت مندانه ګام بللی دی.

 ښاغلي جان باس په دې تړاو نه یوازې ټویټ کړی، بلکې له رسنیو سره یې په خبرو کې ویلي چې دې کار د افغان جمهوري نظام او امنیتي ځواکونو پیاوړتیا وښودله.

 جان باس ویي، د امریکا حکومت په کلکه د دریو طالب زندانیان د خوشې کولو په اړه د افغان ولسمشر غني ملاتړ کوي: ((افغان ولسمشر د خلکو د سولې غوښتنې ته په دې کار سره مثبت ځواب ورکړ هیله لرم چې طالبان هم په انسان دوستانه ډول افغان امنیتي سرتېري او بهرني برمته خوشې کړي.))

جان باس همدا راز ګواښ کړی که طالبان دې کار ته مثبت ځواب ورنکړي امریکا به د افغان حکومت تر شا ودرېږي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني نن په یو خبري کنفرانس کې له افغان زندان څخه د انس حقاني، حافظ رشید او مالي خان ځدراڼ خوشې کېدل تایید کړل خو زیاته یې کړه دا کار له ډېرو مشورو وروسته شوی او بندیان په مشروط ډول خوشې کوي.

 افغان حکومت هیله لري چې په دې کار سره به نه یوازې د امریکايي پوهنتون استادان راخوشې شي، بلکې طالبان به له حکومت سره هم مذاکرات پيل کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *