تاند، سه شنبه، د عقرب ۲۱مه: د هرات ولایتي امنیتي مسوولان وايي، د دې ولایت په اوبې ولسوالۍ کې یوې پوستې ته د میلمه په جامه کې ورغلي بریدګر ۵ سیمه ییز پولیس وژلي دي.
د هرات د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحد وليزاده تاند ته وايي، پېښه تېره شپه د اوبې ولسوالۍ په جنوا پوسته کې شوېده.
ښاغلی وليزاده وايي: (( بریدګر د میلمه په جامه کې راغلی او بیا یې د پوستې د قومندان په شمول ۵ سیمه ییز پولیس وژلي دي او بریدګر پخپله تښتېدلی دی.))
تر اوسه د برید مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی خو اوبې ولسوالۍ کې د طالبانو وسله وال زیات فعال دي.