تاند- (چهارشنبه، د عقرب ۲۲) په قطر کې د افغان طالبانو سرچینې وايي چې د انس حقاني په ګډون د دې ډلې درې غړي، چې پرون د ولسمشر غني په حکم له بګرام محبس څخه خوشي شوي وو، دوحې ته رسېدلي دي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون (سې شنبه) اعلان وکړ چې د افغانستان د امریکايي پوهنتون د دوو بهرنیو برمته شویو استادانو په بدل کې انس حقاني، حاجي مالي خان او عبدالرشید خوشي کوي.
ولسمشر وویل چې دا کسان د خپلو دوستانو او نژدې متحدانو په غوښتنه خوشي کوي.
طالبانو دوه امریکايي استادان، ۶۰ کلن کيون کېنګ او ۴۸ کلن تيموتي وېکس په ۲۰۱۶ کال کې له کابله وتښتول.
راپورونه وايي چې د افغان امریکايي پوهنتون د استادانو، چې یو امریکايي او بل استرالیايي دی، روغتیايي وضعیت ښه نه دی.
د حقاني شبکې د موسس جلال الدین حقاني کشر زوی او د دې شبکې د اوسني مشر سراج الدین حقاني ورور انس حقاني د دې شبکې له یوه بل قوماندان حافظ رشید سره د ۲۰۱۴ م کال د اکتوبر په څوارلسمه په خوست ولایت کې د افغانستان د ملي امنیت د ریاست د خاصو ځواکونو په عملیاتو کې ونیول شو خو یوې امریکايي ورځپاڼې وال ستریت ژورنال بیا هماغه وخت ویلي و چې انس حقاني او حافظ رشید د اکتوبر په دوولسمه په بحرین کې د امریکایانو له لوري ونیول شول او وروسته د افغانستان ملي امنیت ته وسپارل شول.
مخکې تر دې چې انس حقاني او دوه ملګري یې قطر ته ورسېږي، د ګوانتنامو له بند څخه څو نور جګپودي طالب بندیان دوحې ته استول شوي وو.
دوحې ته د انس حقاني، مالي خان او عبدالرشید د استولو معنا دا ده چې هغوی به په جنګي چارو کې برخه نه شي اخیستلی.